د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

دفاع وزارت د ملي اردو د تلفاتو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل


د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګڼې په تېرو دوو اونیو کې د ملي اردو شااو خوا ۷سوه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او طالبانو یې زیات جنګي مهمات نیولي دي.

دفاع وزارت وايي، د هوا په ګرمېدو سره د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې ورسره ګواښونه او حملې هم زیات شوي دي.

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۲۳» له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې په جګړو کې د ملي اردو د تلفاتو شمېره په بې سارې کچه لوړه شوې ده.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"په جګړو کې د ملي اردو د تلفاتو په اړه د رسنیو راپورنه سم نه دي، برعکس شااو خوا درې سوه تروریستانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په جګړه کې وسلې او مهمات له منځه ځي، تر کومه چې موږ ژوندي یو وسلې او مهمات دښمن ته نه ورکوو، دوی چې وايي دغه وسلې په جګړه کې له منځه تللې دي."

دا په داسې حال کې ده په تېرو دوو اونیو کې د بغلان د تالو وبرفک ولسوالۍ او د فاریاب د بل چراغ ولسوالۍ تر سختو حملو وروسته طالبانو ونیولې او هم یې د فراه ولایت پر یوشمېر امنیتي پوستو مرګونې حملې وکړې.

د یوشمېر راپورونو له مخې په تېرو دوو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو د جګړو له امله د ملي اردو درې سوه سرتېري وژل شوي څلور سوه نور ټپيان دي او د یو میلیون ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات یې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

دفاع وزارت وايي په دغو جګړو کې په فراه کې او په تالو و برفک ولسوالۍ کې ۱۰ او په غور کې تېره ورځ د ملي اردو څلور سرتېري ووژل شوي او برعکس وسله والو طالبانو ته درنه مرګ وژبله اوښتې خو په اړه یې دقیقه معلومات نه ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي مني چې په جګړو کې د ملي اردو د سرتېرو د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

د دغه کمېسیون غړي غلام سخي مشواڼي ازادي راډیو ته وویل چې د تلفاتو د زیاتوالي لاملونه د قوماندې کمزوی مدیریت، مسلکي او جګړیز ډول د پوستو او قرارګاوو نه جوړول او په تړونونو کې درغلي او په سختو حالاتو او شرایطو کې لېرې پرتو پوستو ته مرسته نه رسول په ګوته کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په جګړه کې د ملي اردو سرتېرو ته په خپل وخت مرسته او د جګړې امکانات نه رسېږي، نو له همدې امله یې تلفات لوړ دي، کورنیو سیاسي اختلافاتو هم د سرتېرو په روحیه ناوړه اغېز کړی، دښمن ته یې روحیه ورکړې او جګړه یې سخته کړې ده."

ښاغلی مشواڼی ټینګار کوي چې په جګړیز حالت کې باید څومره چې ژر کېدای شي د ممکنه تلفاتو د مخنیوي لپاره امنیتي پوستو او مرکزونو ته مرستندویه هوايي او ځمکني ځواکونه واستول شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG