د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

ارګ: د انتخاباتو د امنیت په هدف يې په نوې امنیتي طرحه کار کړی


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتو د امنیت په هدف يې په نوې امنیتي طرحه کار کړی دی.

د انتخاباتو د نوم لیکنې د مرکزونو په وړاندې د ناامنۍ له اندېښنو وروسته، د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د نوي امنیتي طرحې په عملي کېدو سره به په دې برخه کې هېڅ اندېښنې پاتې نه شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په هغه امنیتي ناسته کې چې تېره ورځ په ارګ کې د انتخاباتو په اړه جوړه شوې وه، د دې پروسې د امنیت د تامین په اړه په کې په نوې طرحه کار وشو.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

نوموړي وویل:

"له نېکه مرغه په دې پروسه کې د خلکو ونډه هم د نوې امنیتي طرحې جز دی، همدا شان هغه سیمې چې ګواښ ورته ډېر متوجې دی، ډېر تدابیر او زیات ځواکونه ورته په نظر کې ونیول شول او د نویو امنیتي تدابیر په عملي کېدو سره به په دې برخه کې هېڅ اندېښنې پاتې نه شي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما د نوم لیکنې په مرکزونو حملې د اندېښنې وړ بللي او دا يې په ډموکراسۍ حملې بللې دي.

په دې اړه په خپره شوې اعلاميه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي تدامچي یاماموتو له قوله لیکل شوي چې د انتخاباتو د نوم لیکنې په مرکزونو حملې ځورونکې دي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د نوم لیکنې په مرکزونو ۲۳ حملې شوي چې له امله يې ۲۷۱ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په کابل او ولایتونو کې د نوم لیکنې د مرکزونو په وړاندې امنیتي ننګونو ورځ تربلې د خلکو اندېښې زیاتې کړې دي.

په کابل کې په دې پروسه لومړنۍ حمله نېږدې یوه میاشت وړاندې د قلعه ناظر په سیمه کې د کاغذي تذکرو د وېش له یو مرکز سره نېږدې وشوه چې له امله يې ۶۹ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپيان شول.

دې حملې چې مسؤلیت يې داعش یا اسلامې دولت ډلې ومانه، د خلکو او په انتخاباتو د څار د یو شمېر بنسټونو اندېښنې يې زیاتې کړې.

همدا شان په ننګرهار، غور، بادغیس او بغلان ولایتونو کې هم د نوم لیکنې په مرکزونو حملې وشوې چې یو شمېر ملکیانو ته يې مرګ ژوبله واړوله چې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په وینا، په دې پروسه کې يې د خلکو ګډون کم رنګه کړ، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو ګډون ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی.

له دې ټولو اندېښنو سره سره هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ د نوم لیکنې موده د یوې بلې میاشتې لپاره وغځوله او د دې مرکزونو د امنیت په خوندیتوب يې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې په انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، کوم راپورونه چې له ولایاتو لري، د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت مسئله لا هم د اندېښنې وړ ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید وايي چې حکومت باید د طرحو د جوړولو پر ځای، د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت ساتنې په اړه عملي اقدام وکړي.

د فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید

نوموی وایی:

"په مرکز او ولایتونو کې چې باید د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ډېر ښه وای، له بده مرغه دغسې نه ده چې دا د اندېښنې وړ ده او کوم راپورونه چې موږ يې له ولایاتو لرو، یو شمېر مرکزونه لا هم تړلي دي او دا د دې څرګندونه کوي چې موږ په دې برخه کې لازم تدابیر نه لرو."

ښاغلی رشید وايي، د نوم لیکنې د مرکزونو په وړاندې امنیتي ننګونې د انتخاباتو په اړه د دولت د ارادې نه موجودیت په ډاګه کوي او که د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ته جدي پاملرنه ونه شي، نه یوازې خلک به په انتخاباتو کې ونډه وانخلي، بلکې په دې پروسه کې به تقلب ته هم لاره هواره شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG