د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

خوګیاڼی: وسله‌وال برید د ۷ ملکيانو په ګډون د ۱۰ کسانو په وژلو پای وموند


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې د ننګرهار حمله د اته حمله کوونکو په وژل کېدو او د مستوفیت د ۴۲ کار کوونکو په خوندي ژغورلو سره پای ته رسېدلې ده.

ښاغلی خوګیاڼی وايي، په پېښه کې د ۷ ملکي وګړو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي چې د مستوفیت کارکوونکي او امنیتي منسوبین هم په‎کې شامل دي.

نوموړی وايي چې په‎دې حمله کې ۴۲ نور ملکیان، مأمورین او امنیتي منسوبین ټپیان شوي چې ۱۰ تنه‌یې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي او ۳۰ نور لا هم تر درملنې لاندې دي.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا مسؤلینو د ټپيانو شمېر ۴۶ تنه ښودلی دی.

دغه حمله تېره ورځ یکشنبه غرمه شااوخوا ۱۲ نیمې بجې د دوه موټر بم چاودنو په وسیله پیل شوه او وروسته یو شمېر انتحاریان د ننګرهار مستوفیت ودانۍ ته ننوتل چې د مازیګر تر ۰۵:۳۰ دقیقو يې له امنیتي ځواکونو سره مقابله وکړه.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، د دې جګړې د اوږدوالي ستر لامل د امنیتي ځواکونو له لوري د مستوفیت کارکوونکي خوندي ژغورل وو.

په همدې حال کې د حملې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې منلی او ویلي دي چې د دوی څلورو وسله‎والو د ننګرهار په مستوفیت حمله کړې او زیات شمېر دولتي مأمورینو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې ده.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي چې نن یکشنبه نېږدې یوه بجه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د مستوفیت ودانۍ مخې ته بریدګرو لومړی موټر بم چاودنه کړې او بیا څو تنه بریدګر ودانۍ ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړې.

دی وایي چې په دغه پېښه کې نهه تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

خوګیاڼی زیاتوي چې په وژل شویو او ټپیانو کې پر امنیتي سرتېرو سربېره، د مستوفیت کارکوونکي او ملکي وګړي هم شامل دي.

د خوګياڼي په خبره، یو تن بریدګر په ودانۍ کې امنیتي سرتېرو وژلی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وایي چې د شپږو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

پخواني معلومات

په جلال اباد کې وسله واله حمله تراوسه دوام لري.

حمله نن غرمه مهال د ننګرهار د مستوفیت پر ودانۍ په چادونو سره پیل شوې چې تر اوسه د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله کېږي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب کامه وال وایي چې تراوسه په دغه وسله واله حمله کې نهه تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نورټپیان دي.

مخکې د شپږو تنو د وژل کېدو او شلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

تراوسه دا نه ده څرګنده چې څو وسله وال د مستوفیت ودانۍ ته ننوتلي او مقاومت کوي.

د ځینو راپورونو له مخې وسله والو د مستوفیت د ننه یوشمېر مامورین هم یرغمل کړي دي.

تراوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په ننګرهارکې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د دې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې داعش هم فعال دی او په وروستیو کې یې د یوشمېر خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب کاموال وايي، د ننګرهار پر مستوفیت د نننۍ وسله والې حملې او چاودنو له ځایه تر دامهاله ۹جسدونه او ۳۶زخمیان دوی ته وروړل شوي دي.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار پر مستوفیت د موټر بم برید وروسته نښته روانه ده.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي نن یکشنبه شااوخوا ۱۲ نیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند پر مستوفیت ادارې لومړی موټربم چاودنه شوې چې وروسته نور وسله وال مستوفیت ته ننوتي او جګړه روانه ده.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د پېښې له ځای څخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته د ۶ تنو جسدونه او له ۲۰ زیات ټپیان وروړل شوي دي.

نوموړی وايي، دا لومړني معلومات دي، ممکن د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

تراوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات:

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د مستوفیت پر دفتر برید شوی.

په جلال اباد کې له څو چاودونو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې د ننګرهار د مستوفیت پر ودانۍ په حمله کې چې تراوسه روانه ده، لږترلږه څلور تنه وژل شوي او شااوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

حمله د مستوفیت د ودانۍ په دروازه کې په درېیو چاودنو سره پیل شوې او خوګیاڼي هغه یوه تنظیم شوې حمله بللې ده.

په جلال اباد کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې یو پولیس په دروازه کې وژل شوی او دا چې څو حمله کوونکي مستوفیت ته ننوتلي، شمېر یې تراوسه نه دی معلوم.

تراوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل انعام الله میاخېل څو شېبې وړاندې ازادي راډيو ته په خبرو کې د دغه ولایت حوزوي روغتون ته د څلورو جسدونو د ورسېدو خبره تأیید کړه، خو په خبره یې چې له ۲۰ زیات ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.

په دې اړه نور جزیات وروسته...

XS
SM
MD
LG