د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۷

افغانستان

یوناما په جلال‎اباد کې ترورېستي برید څیړي

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت وايي، په جلال‎اباد کې د ترورېستي برید په اړه چې ګڼو ملکیانو ته‌یې مرګ‎ژوبله اړولې پلټنې کوي.

دې ادارې پرون دا خبره په ټویټرخپره کړې ده.

یوناما ویلي چې ملکیانو ته په هر ډول شرایطو کې د مرګ‎ژوبلې اړول منع دي او باید ښکېلې خواوې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د ننګرهار په مستوفیت ادارې د پروني برید وروستي جزئیات د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی داسې بیانوي:

"په‎دې پېښه کې ټول اته بریدګر ووژل شول او ۱۰ تنه چې په‎دې کې د مستوفیت مأمورین، امنیتي سرتېري او عام وګړي شامل وو، شهیدان شول او ۴۲ تنه ټپیان شوي چې ۱۲ يې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت کړای شوي دي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا برید غندلی او ویلي یې دي چې افغان پوځیان ترهګر ځپي او د ورانکاریو مخه‌یې نیسي.

د حملې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی او ویلي دي چې د دوی څلورو وسله‎والو د ننګرهار په مستوفیت حمله کړې او زیات شمېر دولتي مأمورینو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند وايي افغانستان ته یې نورې طبي مرستې هم لیږلي دي

ارشیف
ارشیف

هند افغانستان ته د نورو طبي مرستو د لیږلو خبر ورکوي.

دهند دبهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ ( د زمري په ۲۹ مه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د درملو او طبي تجهیزاتو دغه مرستې کابل کې یو دولتي روغتون ته استول شوي دي.

رندیر جیسوال د افغانستان د روغتیايی خدماتو د پیاوړتیا لپاره افغان ولس سره د هند په دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.

هند لدې مخکې هم څو ځله افغانستان ته طبي مرستې استولي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې د لسګونو کلونو د جګړو او بهرنیو مرستو د کموالي له امله کمزوری شوی ، هیواد ته د ملیونو کډوالو په ستنیدو اوس تر سخت فشار لاندې دی.

بلغاریا د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکوي

ارشیف
ارشیف

بلغاریا وايی ۳۵ افغان کډوال یې نیولي دي.

د بلغاریا کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه کسان هیواد ته دننوتلو په مهال په سرحدي سیمه کې په یو میني بس کې پیژندل شوي او ونیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې نیول شویو کسانو خپله ویلي چې د افغانستان دي.

اعلامیه وايی ۲۲ کلن موټر چلوونکی چې دشمالي مقدونیا څخه دی هم نیول شوی او د قضیې څیړنه دوام لري.

بلغاریا او دبالکان نور هیوادونه اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د ورتګ یوه عمده لار ګڼل کیږي.

د یوناما دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شول

د یوناما ویاند زیاته کړې چې د دغو دوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
د یوناما ویاند زیاته کړې چې د دغو دوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

فرانسې خبري اژانس د یوناما په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو دا دوه کارکوونکي د اګسټ په نهمه په هرات کې د طالبانو د استخباراتي ادارې له‌خوا نیول شوي وو او دا دی تر شاوخوا ۱۰ ورځو وروسته د پنجشنبې په ورځ بېرته خوشې شول.

د یوناما ویاند زیاته کړې چې د دغو دوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

ایراني چارواکو یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی

حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.
حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.

د ایران د بشري حقونو یوه سازمان «هه‌نگاو» راپور ورکړی چې ایران د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۰مه د اصفهان په مرکزي زندان کې د قائم حسین په نوم یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی.

قائم حسین په ارین مشهور و او په ایران کې د جنوري د لاریونونو په تړاو نیول شوی و.

حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.

هغه همدارنګه د یوه افسر د جسد د زیانمنولو او د یوه خیریه مرکز په سوځولو کې په لاس لرلو هم تورن و.

قائم حسیني د اصفهان د علي خاني میدان د قضیې پنځم تورن و چې اعدام شو.

په دې قضیه کې یو بل افغان چې د قائم حسین د ماما زوی و او ګل محمد محمدي نومېده هم څه وخت مخکې له درېیو نورو ایرانیانو سره اعدام شوی و.

په دې قضیه کې اته نور کسان هم د اعدام له خطر سره مخ دي.

لاهور کې د افغان تکواندوکارانو ځلېدل؛ حکمت‌الله زین کوارټرفاینل ته ووت

حکمت‌الله زین د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل.
حکمت‌الله زین د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي حکمت‌الله زین په یو لړ نړیوالو سیالیو کې د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل او کوارټرفاینل ته ووت.

د تکواندو د ریاست جام په نوم دا سیالۍ د پاکستان د لاهور ښار په کوربه‌توب پیل شوي.

د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر تره‌کي په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې حکمت‌الله زین په منفي ۶۸ کیلو وزن کې لومړی د پاکستان لوبغاړی مات کړ او بیا یې د ازبکستان لوبغاړی امېد بېګ چې نړیوال اتل و له ماتې سره مخ کړ.

زین په دغو دوو بریاوو کوارټرفاینل یا یو اتم پړاو ته وتلی دی.

اخوا په بله لوبه کې امېد سهاک په ۸۷ کیلو وزن کې د پاکستان لوبغاړی ناک اوټ کړی او بله لوبه‌یې له ایراني لوبغاړي سره ده.

د لاهور په کوربه‌توب په دغو لوبو کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو ۵۰۰ لوبغاړي په مبارزې او فورم برخه کې سره لوبېږي.

د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی

Hasib Qowai Markaz - NRF Member
Hasib Qowai Markaz - NRF Member

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی دی.

د طالبانو د دې مخالفې وسلې والې ډلې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پنجشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه د حسیب پنجشیري د وژنې خبر ورکړی.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو حسیب قوای مرکز په یو لړ عملیاتو کې وژلی او د هغه ۱۳ ملګري یې نیولي دي.

د طالبانو اړوند رسنیو له هغې ډلې المرصاد لومړی د یو لړ عملیاتو پر مهال د حسیب قوای مرکز د وژنې خبر خپور کړی و.

حسیب قوای مرکز په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د «وژنو او غلاو» په تور تر تعقیب لاندې و.

دی د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ۲۰۲۱ کال کې د احمد مسعود په مشرۍ له ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی و.

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې نژدې ۹۴ ډالرو ته لوړې شوې

د نړۍ په بازارونو کې د اومو تېلو د بیو د لوړوالي لړۍ نن هم دوام موندلی او په اروپايي بازارونو کې د برنټ اومو تېلو بیه نژدې ۹۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

د امریکا د WTI اومو تېلو بیه هم له ۸۶ ډالرو لوړه شوې ده. د رویټرز د راپور له مخې، برنټ تېل د اکتوبر لپاره شاوخوا ۹۴.۰۶ ډالر او WTI شاوخوا ۸۷.۶۷ ډالر فی بېرل ته رسېدلي دي. 

دا د روانې میاشتې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. د تېلو د بیو د لوړوالي اصلي لامل د منځني ختیځ روان کړکېچ، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې دي. 

بازارونه اندېښمن دي چې د سیمې د کړکېچ دوام ښايي د نړۍ د تېلو په عرضه کې نور اختلالات رامنځته کړي، چې په پایله کې به د تېلو بیې لا لوړې شي.

هند د کابل روغتون ته طبي توکي ولېږل

ارشیف
ارشیف

هند د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه روغتیايي مرکز ته د طبي توکو مرسته رسولې او ټینګار یې کړی چې له افغان ولس سره به بشري ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د طبي توکو دغه مرسته د کابل یوه روغتون ته سپارل شوې ده. د هند له لوري دا اقدام د افغانستان له خلکو سره د بشري او روغتیايي مرستو د دوام په لړ کې بلل شوی دی.

هند وايي، د روغتیايي اړتیاوو په برخه کې افغانانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د اړتیا وړ طبي توکي روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

افغانستان او بیلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د افغانستان او بیلاروس د ګډې اقتصادي او تجارتي کمېسیون دوهمه غونډه د بیلاروس په پلازمېنه منسک کې ترسره شوې ده.

دغه وزارت د پنجشنبې ورځې، د اسد ۲۹مې، په یوه بیان کې ویلي چې په غونډه کې د دواړو هېوادونو پلاوو ګډون کړی وو. د طالبانو د پلاوي مشري د کرنې وزیر عطاالله عمري او د بیلاروس د پلاوي مشري د کرنې او خوراکي موادو وزیر یوري ګورلوف کوله.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر همکاریو، د ټکنالوژۍ پر لېږد، د کرنیزو ماشینونو پر واردولو او مونتاژ، د کیمیاوي سرې پر تولید، د لبنیاتو او نورو خوراکي محصولاتو پر پروسس او ګډې پانګونې خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د کانونو او تېلو په برخو کې د بیلاروسي شرکتونو د پانګونې فرصتونه هم ارزول شوي دي.

بیلاروس د روسیې له نژدې متحدانو څخه دی. طالبان وايي چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. د طالبانو حکومت تر اوسه، له روسیې پرته، بل هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

له پاکستانه په ۱۵ ورځو کې له ۵۳ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي

ارشیف، له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال
ارشیف، له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ تر ۱۵مې نېټې پورې له پاکستان څخه څه باندې ۵۳ زره او ۵۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدنه د جون د دوهمې نیمایي په پرتله ۳۷ سلنه او د هغوی جبري ایستل ۱۳۶ سلنه زیات شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۱۵مې پورې نږدې ۲.۶ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان وايي، ۹۶ سلنه راستنېدونکو دوی ته ویلي چې د پاکستان د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو وېره افغانستان ته د دوی د ستنېدو تر ټولو مهم لامل و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG