د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

دفاع وزارت: د کندز په دشت ارچي کې د برید په اړه څېړنې ډېر وخت ته اړتیا لري


دا د هغه خلکو قبرونه دي چې د دشت ارچي په پېښه کې وژل شوي
دا د هغه خلکو قبرونه دي چې د دشت ارچي په پېښه کې وژل شوي

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د برید په اړه د افغان حکومت د پلاوي موندنې د ملي امنیت شورا ته رسېدلي او په اړه‌یې تحقیق دوام لري.

اوس جمهوري ریاست د دغه راپور او موندنو په اړه یوه عمومي ارزونه کوي چې وروسته به د اپرېل د دوهمې نېټې د دغه برید په اړه نتیجه اعلان شي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د اپرېل د دوهمې نېټې د برید په اړه د حکومت تحقیقات لا بشپړ شوي نه‎دي او ډېر وخت ته اړتیا لري.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د یوناما بیان ولوست او بیا هم غور ورباندې کوو او لا ډېر معلومات به چې وروسته څرګندېږي، له رسنیو سره شریک کړو، خو اوس هغه راپور چې ورکړل شوی، لا هم اړتیا ده چې بحث ورباندې وشي او د هغو شمېرو په پام کې نیولو سره چې دوی ورکړې دي، باید کره شي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې یا یوناما د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې پر افغان امنیتي ځواکونو انتقاد کړی چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د اپرېل د دوهمې نېټې برید یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې د افغان حکومت د وړتیا په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

د یوناما په خبره د دوی راپور د هغو څه باندې ۹۰ مرکو پر اساس جوړ شوی چې د قربانیانو د کورنیو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکو او روغتیایي کارکوونکو سره شوي دي او دغه‌راز په کندز کې د درېیو لویو مشورتي ټولنو او هغو راپورونو له مخې چمتو شوی چې په سیمه کې د حقیقت موندونکي پلاوي د مأموریت پر مهال لاسته راغلي دي.

د یوناما د راپور له مخې د افغانستان د هوایي ځواک هلیکوپټرو په راکټونو او درنو وسلو د دشت ارچي په لغماني کلي کې یوه مذهبي غونډه په نښه کړې چې په نتیجه کې یې ۱۰۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یوناما په خبره په‎دې پېښه کې د ۳۰ ماشومانو وژل کېدل، د احتیاطي او د بشري نړیوالو قوانینو سره سم اقداماتو په برخه کې د افغان حکومت د درناوي په اړه پوښتنې راپورته کوي.

د افغانستان حکومت تر دې وړاندې ویلي و چې په یادو بریدونو کې یو شمېر طالب مشران چې ځینې یې د دوی په خبره د کوټې شورا غړي وو، په نښه شوي دي، خو د ملګرو ملتونو سازمان په خپل راپور کې دې ټکي ته اشاره نه‎ده کړې.

یوناما وایي، د افغانستان حکومت دا منلې چې په پېښه کې ملکيانو ته زیان رسېدلی او له همدې کبله د دفاع وزارت، ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو پلاوی د ولسمشر اشرف غني له‎خوا وټاکل شو، څو د پېښې په اړه تحقیق وکړي.

طالبان ادعا کوي چې دا خولۍ د هغه کسانو دي چې د دشت ارچي په سیمه کې وژل شوي دي.
طالبان ادعا کوي چې دا خولۍ د هغه کسانو دي چې د دشت ارچي په سیمه کې وژل شوي دي.

طالبان وایي، په هغه برید کې ۵۹ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شول چې د دوی په خبره ډېری یې ماشومان، مذهبي رهبران او د سیمې مشران وو.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د دغه سازمان مأموریت په هغه موقف کې نه‎دی چې د برید پر مهال د طالب مشرانو یا نورو ډلو فعالیت او حضور تأیید کړي.

تر اوسه معلومه نه‎ده چې افغان حکومت به د کندز د پېښې د حقیقت موندونکي پلاوي موندنې څه وخت اعلانوي او ښایي د دوی په خبره دغه ارزونې ډېر وخت ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG