د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

یوناما یوځل بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه وکړه


د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر خپلې وسې پورې هڅه کوي چې د پوځي عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما پرون یوځل بیا د افغانستان د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د ملکي وګړو د مصؤنیت په برخه کې پوره هڅې وکړي.

یوناما د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه په خپل نوي راپور کې دا غوښتنه کړې ده.

یومانا د خپلو څېړنو پر بنسټ وايي، د سږني کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۱ پورې ۷۶۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ټپیان دي.

د یوناما راپور د وسله والو مخالفینو حملې د اکثریت ملکي تلفاتو علت بولي او د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله وال مخالفین له ملکي وګړو د ډال په توګه کار اخلي.

د دې وزارت د ویندوی د دفتر سر پرست محمد رادمنش آزادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیت د ټینګولو لپاره پوځي عملیات په خورا دقت سره کوي او جدي پام کوي چې ملکي تلفات پېښ نشي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هڅه کوو چې د خپلې پالیسۍ او طرزالعمل له مخې د تلفاتو کچه صفر وي، خو د دې تلفاتو مسؤل هغه کسان دي چې پر افغانستان یې دا جګړه تحمیل کړې، له خلکو څخه یې ځان ته سپر جوړ کړی او د خلکو له کورونو د موضع په توګه کار اخلي."

یوناما په خپل راپور کې انتحاري بریدونه، له چاودېدونکو موادو جوړې وسیلې او پېچلې ډله ییزې حملې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو عمده علتونه بللي.

د راپور له مخې په تېرو ۳ میاشتو کې د وسله والو مخالفینو په حملو کې د ملکي تلفاتو په شمېر کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ زیاتوالی راغلی، خو د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو شمېر په سلو کې ۱۳ کم شوی دی.

یوناما د خپلو څېړنو له مخې وايي، د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ربع کې ۶۷ ملکي افغانان په هوايي حملو کې وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي.

د یوناما راپور زیاتوي چې له دې ملکي وګړو په سلو کې ۳۵ د افغان هوايي ځواک، په سلو کې ۳۵ یې د نړیوالو ځواکونو او پاتې یې د نامعلومو حکومت پلوو ځواکونو په بمباریو کې مړه او ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د بشري حقونو ډلې وايي چې په افغانستان کې ملکي تلفات لاهم د خورا زیاتې اندېښنې وړ مسئله ده.

د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډیو ته وویل، تر هغه وخته چې په افغانستان کې جګړه بنده نشي د ملکي تلفاتو مخنیوی به ستونزمن کار وي:

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

"د جګړې ټول ښکېل اړخونه په خلاص مټ قوانین تر پښو لاندې کوي او ځکه ورځ تر بلې د ملکي تلفاتو کچه لوړېږي، ملکي تلفاتو ته د پای د ټکي د ایښودو لپاره یوازینۍ لار په هېواد کې سوله ده او دوهمه خبره دا چې باید ټولو قوانینو ته احترام وکړي، که موږ د ملکي وګړو تلفات له منځه وړلای نشو، نو لږترلږه نننۍ کچه خو یې راکمولای شو."

د ۲۰۱۸ کال په پیل کې یوه انتحاري بریدکوونکي د امبولانس په وسیله په کابل کې حمله وکړه او له سلو زیات کسان یې ووژل او له ۲۳۰ زیات کسان یې ټپیان کړل.

د دې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو ومانه.

د روانې میاشتې په پیل کې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې له یوې هوايي حملې وروسته د ملکي وګړو د تلفاتو ادعا وشوه.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي دي چې په دې حمله کې د وسله والو طالبانو یوه غونډه په نښه شوه.

افغان حکومت د موضوع د څرنګوالي د څېړنې لپاره کندز ولایت ته یو پلاوی واستاوه خو د دې څېړنو نتایج تراوسه نه دي روښانه شوي.

XS
SM
MD
LG