د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

چارواکي: په غزني کې په تېر۱۳۹۶کال کې ۸۲۰ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د غزني ولایت د عامې روغیتا ریاست مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې په ۱۳۹۶کال کې د روانې جګړې له کبله ۱۸۰ ملکيان وژل شوي او ۶۴۰نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نیکمل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې ۱۵۹ځوانان،۱۲ښځې او ۹ ماشومان شامل دي او په خبره چې په ټپیانو کې ۵۳۶تنه ځوانان، ۶۵ ښځې او ۳۹ ماشومان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ روغتیايي مرکزونو ته په مرکز او ولسواليو کې په تېر۱۳۹۶ کال کې ۸۲۰هغه ملکي کسان راوړل شوي دي کوم چې په روانه جګړه کې ورته زیان رسېدلی و، دغه هغه کسان ښځې او ماشومان دي چې د افغان پوځ او وسله الو طالبانو ترمنځ په روانه جګړه کې ورته مرګه ژوبله اوښتې ده."

په غزني کې د ماین په چاودنه کې وژل شوي ملکي وګړي.
په غزني کې د ماین په چاودنه کې وژل شوي ملکي وګړي.

ډاکټر نېکمل وايي، د ملکي تلفاتو دغه شمېر د تېر کال په پرتله څو برابره لوړ دی.

د غزني ولایتي داره هم د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو دغه خبرې مني

خو پړه یې پر وسله الو طالبانو اچوي.

د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته وویل چې ملکي کسانو ته دغه مرګه ژوبله په سلو کې ۸۰ سلنه وسله الو طالبانو اړولې او پاتې نوره له افغان ځواکونو څخه په تېروتنه کې ملکې کسانو ته اوښتې ده.

نوموړی وايي چې افغان پوځيان د عملیاتو پرمهال تل هڅه کوي چې له ملکي کسانو ته څخه ساتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه تلفات چې کوم ملکي کسانو ته په تېر کال کې اوښتي دي، دا ټول خلک د دي شاهدان دي چې د وسله الو طالبانو له لوري اوړي ځکه وسله وال طالبان د ملکي خلکو کورنه د سپر په توګه کاروي او د سړکه پر غاړه ماینونه ښخوي او دوی په کلي او بانډوکې ځانونه پټوي له افغان پوځ څخه او بل داچې افغان پوځيانو هم یوشمېر ملکي کسانو ته مرګه ژویله اړولې، خو هغوی قصداً نه ده اړولې لکه وسله الو طالبانو."

بلخوا بیا د وسله الو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غزني د ولایتي ادارې د ویاند دغه خبرې ردوي او د یادو ملکي کسانو د مرګه ژوبلې پړه ۹۰ سلنه پر افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو اچوي او پاتې ۱۰ سلنه پرځان مني.

له دې ټولو سره ـ سره په دغه ولایت کې د خلکو استازي او د بشري حقونو د ځار ډله له ښکېلو خوا څخه غواړي چې د جګړې پر مهال دي د ملکي خلکو سر اومال ته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG