د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

مسؤلین او وکیلان: طالبانو په شمال کې پر نېږدې۱۰ولسوالیو حملې کړي


په افغانستان کې سیمه ییز مسؤلین او د ولایتي او ملي شورا یو شمېر غړي وايي، وسله والو طالبانو د «الخندق» په نوم د پیل شویو عملیاتو په وسیله د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې پر نېږدې لسو ولسوالیو حملې کړي دي.

د ملي شورا او ولایتي شورګانو یو شمېر غړي پر حکومت انتقاد کوي وايي چې افغان امنیتي ارګانونه نه دي توانېدلي چې د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو د حملو مخه ونیسي.

د ملي شورا او ولایتي شورا د غړیو د معلوماتو له مخې وروسته تر هغې چې وسله والو طالبانو یوه اوونۍ مخکې د «الخندق» په نوم عملیات پیل کړل تر دې دمه يې د افغانستان په شمال کې له لسو پر ډېرو ولسوالیو حملې کړې دي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي فتح لله قیصاري د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۹مه» ازادي راډيو ته وویل چې بلچراغ، ګرزیوان او المار هغه ولسوالۍ دي چې طالبانو پرې وسله والې حملې کړي دي.

د ده په خبره وسله والو طالبانو په دې حملو کې وکړای شول چې یو محلي قوماندان ووژني او د المار ولسوالۍ یو شمېر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړه:

"د فاریاب په ولایت کې په وروستیو کې ډېرې حملې د سرحوض پر سیمه وې، اوس مهال وسله وال طالبان په المار ولسوالۍ کې تحرکات لري او ولسوالۍ ته نېږدې شوي دي."

خو په شمال ختیځ کندز ولایت کې بیا وسله والو طالبانو پر قعله زال او دشت ارچي ولسوالیو حملې پیل کړي دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

امرالدین ولي
امرالدین ولي

"د الخندق عملیاتو د پیلېدو سره سم طالبانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته حمله وکړه چې له امله یې نېږدې ۱۲ د ملي اردو سرتېري شهیدان شول، له دې وروسته دې ډلې پر قعله زال ولسوالۍ حمله وکړه چې د اقتیپې بازار ته ورسېدل."

دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د «الخندق» په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت د دغې اعلامیې له خپرېدو وروسته یاد عملیات نمایشي او تبلیغاتي وبلل.

د وسله والو طالبانو پسرلني عملیات داسې مهال پیلېږي چې د افغان امنیتي چارواکو په وینا، د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

په ورته وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي عبدالله ناجي نظري ادعا کړې چې د وسله والو طالبانو د عملیاتو په جریان کې دې ډلې پر کوهستان، راغستان او تشکان ولسوالیو حملې کړي دي.

عبدالله ناجي نظري
عبدالله ناجي نظري

د نوموړي په وینا، وسله والو طالبانو په دغه حمله کې د تشکان ولسوالۍ ځينې برخې نيولي دي.

ښاغلی نظري ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په خپلو حملو سره د بدخشان تګاب،درایم او ارګو ولسوالۍ هم ګواښ کړی.

په همدې حال کې د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د یکشنیې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ینګي قلعه او شکمش کې يې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تنبولي، خو په وینا یې دې ډلې د خواجه غار ولسوالۍ دوې پوستې نیولي دي.

خو په بلخ کې سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې د افغان ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې نېږدې سل وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پر چهاربولک او چمتال ولسوالیو باندې د وسله والو طالبانو حملې په شا تمبول شوي او په نېږدې ورځو کې به د یادو دوو ولسوالیو نېږدې کلي له وسله والو طالبانو پاک شي.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، د طالبانو د عملیاتو ته په غبرګون کې په ۱۱ بېلابېلو ولایتونو کې يې ۱۲ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د دغه وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې شااوخوا ۱۰۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"په بلخ، تخار، بادغیس، هلمند، کندهار، ارزګان، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، او د لغمان او کاپیسا په یوشمېر ولسوالیو کې زموږ عملیات روان دي."

د وسله والو طالبانو د حملو زیاتوالي او د امنیتي بنسټونو نه پاملرنې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې هم انتقادونه را پارولي دي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت باید د وسله والو طالبانو د حملو په شا تمبولو ته جدي اقدام وکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG