د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

ارګ د کندز د دشت ارچي د پېښې په اړه د حقیقت موندنې یو کمېسیون ګمارلی


جمهوري ریاست وايي، د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې يې د وروستي هوايي برید د څرنګوالي او په دې حمله کې ملکي وګړو ته د مرګ‎ژوبلې د اوښتو په اړه د حقیقت موندنې یو کمېسیون ټاکلی دی.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي رادیو ته وویل، دا کمېسیون به هر اړخیزه پلټنه کوي، په برید کې به د ملکیانو د مرګ‎ژوبلې راپورونه څېړي او په یوه اوونۍ کې به د خپلو موندنو جزئیات امنیت شورا ته وړاندې کوي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"د سیمې له خلکو سره تماسونه نیول کېږي او په روغتون کې به له ټپیانو هم معلومات اخیستل کېږي. پلاوی به له مختلفو اړخونو څخه تحقیقات کوي. د دفاع وزارت نن چهارشنبه د دې برید په اړه وېډیوګانې، تصویرونه او نقشې وړاندې کړي چې د دې برید د موقعیت په معلومولو کې مرسته کوي. د دفاع وزارت په دې اسنادو کې لیدل کېږي چې هلته زیات وسله‎وال موجود وو."

ښاغلي مرتضوي وویل، د حقیقت موندنې د کمېسیون مشري د امنیت شورا د دفتر سرمفتش جنرال خدایداد هزاره کوي او د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو، ملي امنیت، لويې څارنوالۍ او د محلي ارګانونو لوړ رتبه استازي هم په‎کې شامل دي.

جمهوري ریاست ټینګار کوي چې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ په دفټاني سیمه کې افغان هوايي ځواک د طالبانو یوه غونډه په نښه کړې ده چې له بهر او داخله په‎کې د دې ډلې مهمو افرادو برخه درلوده او د راتلونکو فعالیتونو پلان‌يې جوړاوه.

دفاع وزارت وايي، په دې برید کې چې د دوی په خبره د دقیقو معلوماتو پر اساس شوی دی، ګڼ شمېر طالب مشران او وسله‎وال وژل شوي دي.

جمهوري ریاست وايي، په‎دې پېښه کې ورته د ملکي خلکو د مرګ‎ژوبلې راپورونه هم رسېدلي دي او همدې ته په پام سره‌يې د حقیقت موندنې کمېسیون ته دنده سپارلې ده چې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي او ټپیانو ته لازمې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم د کندز د دشت ارچي د پېښې د پلټلو خبره کړې ده او په یوې اعلامیه کې يې په‎دې پېښه کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه خواشینوونکي بللي دي.

بل لورته وسله‎وال طالبان ادعا کوي چې د دوشنبې د ورځې هوايي برید د دشت ارچي ولسوالۍ په دفټاني سیمه کې پر یوې مدرسې شوی دی چې د دې ډلې په خبره لسګونه ملکي وګړي په‎کې وژل شوي دي.

دغه‌راز د دشت ارچي یو شمېر اوسېدونکو هم ادعا کړې ده چې د دوشنبې هوايي برید په سیمه کې د دستار بندۍ مراسم په نښه کړي دي او په وژل شویو کې زیات شمېر ماشومان وو.

XS
SM
MD
LG