د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۰۰

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې هوایي برید اخر څوک ووژل؟


ارشیف
ارشیف

په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي وايي چې افغان هوايي ځواکونو د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفينو پر یوې غونډې برید کړی او په پایله کې یې ۱۵ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۱۰یې ټپیان شوي دي.

د دغې فرقې چارواکي وايي چې دغه برید د دوشنبې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجو افغان هوايي ځواکونو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د دفټانو په سیمه کې له کوټې څخه د وسله‌والو مخالفينو د ورغلي هیئت پر غونډه کړي.

د پامیر د ۲۰مې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل:

"وسله‌والو مخالفانو دولس بجې د دشت ارچي ولسوالۍ د دفټانو په سیمه کې له کوټې څخه له راغلي هیئت سره غونډه درلوده او افغان هوايي ځواکونو پر دغې غونډې برید کړی او په پایله کې یې ۱۵ تنه وسله‌وال مخالفين وژل شوي او ۱۰ تنه‌یې هم ټپیان شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو کې د وسله‌والو مخالفينو مهم کسان مولوي شاهدالله، مولوي بریال، مولوي ممتاز او مولوي زاهدالله هم شامل دي.

هغه وايي چې په دغه برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

په ورته وخت کې د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي بیا وايي چې دغه برید د دغې ولسوالۍ د دفټانو په سیمه کې پر یوې دیني مدرسې د دستار بندۍ پر غونډې شوی او په پایله کې یې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی زیاتوي:

"دغه برید ۱۲ بجې د دفټانو په سیمه کې د اخندزاده پر مدرسې شوی او په پایله کې یې ۱۵۰ تنو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې او په وژل شویو او ټپيانو کې ملکي وګړي او وسله‌وال طالبان شامل دي."

د ښاغلي سعدي په وینا چې دغه سیمه د وسله‌والو مخالفينو تر واک لاندې ده او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د دقیقو ارقامو راټولول ستونزمن کار دی.

خو له دې سره سم یو شمېر خلکو چې د کندز حوزوي روغتون ته‌یې د پېښې له ځايه ټپیان را انتقال کړي، وايي چې دغه برید پر یوې دیني مدرسې د دستار بندۍ په محفل شوی چې په‌کې ۵۰ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۵۰ تنه هم ټپیان شوي دي.

د نوموړې ولسوالۍ دوو تنو چې ټپیان‌یې د کندز حوزوي روغتون ته را انتقال کړي، د دغې پېښې په اړه وايي:

"د ګجر اخندزاده پر مدرسه باندې یوه نیمه بجه طیارو انداخت وکړ او کابو ۵۰ نفره په‌کې شهیدان شوي او ۱۵۰ کسان ټپیان شوي دي، هلته د دستار بندۍ غونډه وه."

"په دغې پېښه کې شااوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او تقریباً ۱۵۰ کسان ټپیان شوي او موږ سیمې ته ولاړو، د خپل د تره زوی مو راجګ کړ، دا برید د دستار بندۍ پر محفل شوی نن قاري صاحبان فارغېدل."

تر اوسه کومې رسمي سرچینې دغه شمېره نه‌ده تأیید کړې.

په همدې حال کې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو مخالفينو ویاند معرفي کوي، د طالبانو پر مرکز د برید خبره ردوي او زیاتوي چې دغه برید پر یوې دیني مدرسه شوی چې په‌کې ۱۵۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دشت ارچي ولسوالۍ د ۸۰ کېلو متره واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت یوه له ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې د خلکو په وینا، له ۱۴ کالو راهیسې د دغې ولسوالۍ ډېره برخه د وسله‌والو مخالفينو تر واک لاندې ده او اوس‌مهال یوازې د دغې ولسوالۍ ښار او د ولسوالۍ تعمیر د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG