د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

په ۱۳۹۶ کال کې د ۳ اجماع‌ګانو په جوړولو سربېره ولې افغانستان ته سوله نه‌ده راغلې؟


سوله د افغانانو هغه هیله چې په ۱۳۹۶ هجري لمریز کال کې هم پوره نه‌شوه.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له ګڼو هڅو سره سره لاهم سولې ته د رسېدو مزل اوږد دی.

په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د افغان حکومت د سولې د ګڼو هڅو سربېره لاهم په افغانستان کې د جګړې ډګرونه تاوده او سولې ته د رسېدو لار له خنډونو ډکه ښکاري.

په دغه کال کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ګڼو حکومتي چارواکو، سیاسي څېرو، قومي مشرانو، مېرمنو او عامو افغانانو پر طالبانو د سولې مکرر غږونه وکړل، خو طالبانو ویلي چې له افغان لوري سره خبرو ته نه‌کېني او د امریکا له متحده ایالاتو سره مذاکرې ته چمتو دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره درې ډوله اجماع ته ضرورت وو چې ترلاسه شوې ده.

د دغې شورا غړي امین‌الدین مظفري ازادي راډیو ته وویل چې له ملي، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پرته په افغانستان کې سوله نه‌شي ټینګېدای.

امین‌الدین مظفري
امین‌الدین مظفري

له ښاغلي مظفري مې وپوښتل چې په درې واړو برخو کې د اجماع له رامنځته کېدو سره سره د سولې د ټینګښت پر وړاندې اصلي ستونزه څه ده؟

هغه وویل:

"د سولې د ټینګښت پر وړاندې لویه ننګونه دا ده چې لاهم وسله‌والو مخالفینو په دې اړه مثبت ځواب نه‌دی ورکړی او یا هم چمتووالی یې نه‌دی ښودلی او لکه څنګه چې پوهېږئ سوله له حقوقي پلوه یو قراداد دی چې دوه اړخونه لري."

که څه هم په ۱۳۹۶ کال کې د افغان حکومت له لوري د سولې د ټینګښت هڅې روانې وې، خو د کال په وروستیو کې په دغې برخه کې د پام پرمختګونه وشول او افغان حکومت په خپل ډول کې طالبانو ته د سولې لومړنی او بې‌مخینې وړاندیز وکړ.

دغه وړاندیز د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له لوري مطرح شو.

د کابل پروسې غونډه.
د کابل پروسې غونډه.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت طالبانو ته دغه وړاندیز له قید او شرط پرته وړاندې کوي، لومړی د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي، اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او ازادو ټاکنو ته لاره هواره شي."

طالبانو ته د افغان حکومت په وړاندیز کې د نورو ګڼو مواردو تر څنګ حتی دا هم ویل شوي چې که طالبان سولې ته حاضر شي د قانوني اصولو په چوکاټ کې په اساسي قانون کې تعدیلات هم رامنځته کېدلای شي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د سولې په برخه کې له وروستیو پرمختګونو خوښ دي، خو د سولې ټینګښت ته چندان هیله‌مند نه‌دي.

دوو تنو کابل ښاریانو داسې وویل:

"نوید یم، زموږ ولسمشر چې کوم وړاندیز طالبانو ته کړی، موږ هم خوښ یو چې هغه عملي شي که سوله راشي موږ کولای شو په ارامه فضا کې درس ووایو."

"عایشه یم، طالبانو ته د رئیس جمهور وړاندیز پر ځای او ملاتړ یې کوو، طالبان دې راشي سوله دې وکړي ترڅو چې زموږ په وطن کې ارامي راشي."

کابل ښار
کابل ښار

طالبانو ته د افغان حکومت له لوري له قید او شرط پرته د سولې له وړاندیز سره هم‌مهاله پر جګړې هم ټینګار شوی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د حوت د میاشتې په نهمه نېټه د افغان ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې طالبانو ته د سولې وړاندیز شوی، خو د دفاعي چارو په مدیریت کې یو دقیقه غفلت د زغم نه‌دی.

د ښاغلي غني په خبره پر افغانانو جګړه تپل شوې او افغان ځواکونه روانه جګړه سولې ته د رسېدو لپاره کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې سوله زموږ هیله ده، خو اوسنۍ وضعه جنګي ده، د دفاعي چارو په مدیریت کې باید یو دقیقه تعلل یا ځنډ ونه‌شي، د الله پاک د هدایت پر اساس چې که څوک پر تاسو حمله کوي باید دفاع وکړئ، په قاطعانه او مصممانه توګه له خپل ځان څخه دفاع وکړئ."

افغان سرتېري
افغان سرتېري

په پاکستان کې د وسله‌والو خوندي پټنځایونه، له طالبانو سره د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو همکاري او د جګړې د ښکېلو خواوو دا فکر چې کولای شي د جګړې له لارې پر یو بل برلاسي شي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر وړاندې لویې ننګونې بلل کېږي.

  • د سولې له وړاندیز سره هم‌مهاله پر جګړې ټینګار ولې کېږي او ایا که طالبان سوله وکړي په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګدای شي؟
سید انتظار خادم
سید انتظار خادم

د نړیوالو چارو افغان کارپوه سید انتظار خادم دغه پوښتنه ځوابوي:

"په هر شکل چې وي په افغانستان کې سوله راځي، خو د ثبات په اړه زه شک لرم ځکه سوله او ثبات دواړه په خپلو کې فرق لري، دوهمه مسئله دا ده چې نړیواله ټولنه نه‌غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې لا نورې خرابې کړي، بلکې د رغونې هڅه‌یې کوي، نو دوه مسئلې دي چې موږ باید انتظار ورته وباسو لومړی سوله راځي او دوهمه مسئله د پاکستان او افغانستان اړیکې نور نه‌خرابیږي، بلکې ښې کېږي به."

د ښاغلي خادم په خبره په افغانستان کې د سولې ټینګښت د کورنیو اړخونو سربېره سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه هم لري، خو په کور دننه د سولې د ټینګښت لپاره اجماع، ملي یووالی او ملي ګټو ته لومړیتوب کولای شي د سولې ټینګښت یقیني کړي.

طالبانو که څه هم په رسمي توګه تر اوسه د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته نه هم د رد او نه هم د تأیید ځواب ورکړی، خو تازه د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې د طالبانو ځینو وړو ګروپونو د سولې له خبرو سره لېوالتیا ښودلې ده.

له دې ټولو سره سره د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي ډاډ ورکوي چې ۱۳۹۷ لمریز کال به د سولې په برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال وي.

ښاغلي خلیلي چې د حوت د میاشتې په ۲۳مه نېټه په ارګ کې یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل افغانان باید تېر هېر او د ښې راتلونکې لپاره د زړه له تله د یو بل په منلو سره د سولې د ټینګښت هڅې وکړي.

نوموړي همداراز وویل چې په افغانستان کې روان جنګ ټولې چارې تر خپل اغېز لاندې راوستي او تر هغې چې په افغانستان کې سوله ټینګه نه‌شي مشکله به وي چې افغانان دې راتلونکې ته هیله‌مند شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG