د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

ولسمشر غني: د جګړې په مدیریت کې غفلت د زغم وړ نه‌دی


جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د امنیت په ټینګښت او د جګړې په مدیریت کې غفلت د زغم وړ نه‌دی.

جمهور رئیس غني وايي، په افغانستان کې د جګړې نا تمامه فصل به پای ته ورسوي او هغه جنګ چې ګڼې قربانۍ یې اخیستي د پای ټکی هم لري.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۱۰» د «کب۹» یا د افغان امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل افغان ځواکونه د ستاینې وړ دي، خو د جګړې په مدیریت کې غفلت او تعلل د زغم وړ نه‌دی.

نوموړي زیاته کړه چې له افغان ځواکونو سره د حکومت تعهد یو طرفه نه‌دی.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

نوموړي زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې سوله زموږ هیله ده، خو اوسنۍ وضعه جنګي ده، د دفاعي چارو په مدیریت کې باید یو دقیقه تعلل یا ځنډ ونه‌شي، د الله پاک د هدایت پر اساس چې که څوک په تاسو حمله کوي باید دفاع وکړئ، په قاطعانه او مصممانه توګه له خپل ځان څخه دفاع وکړئ."

افغان حکومت تېر کال د حوت میاشتې ۹مه نېټه افغان ځواکونو ته د درناوي په پار د دغو ځواکونو د ملي ورځې په نامه ونوموله.

ښاغلي غني همداراز د پنجشنبې په ورځ د ازادۍ څلي ته د ګلو د ګېډۍ د اېښودلو سربېره یو شمېر امنیتي ځواکونه په مډالونو او ستاینلیکونو ونازول.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو امنیتي پلان او د دغو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات لویې لاسته راوړنې وبللې.

خو په امنیتي بنسټونو کې اصلاحات هغه موضوع وه چې ولسمشر محمد اشرف غني پرې ټینګار درلود.

ښاغلی غني په داسې حال کې د جنګ پر مدیریت او د جګړې په میدانونو کې پر بریالیتوب ټینګار کوي چې تل د افغان ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د نه‌موجودیت او د جګړې د پر مخ بېولو په برخه کې د کافي تجربې د نشتوالي له کبله د کارپوهانو او د ولسي جرګې د غړو له لوري انتقادونه مطرح شوي دي.

د افغان ځواکونو نه‌سمبالښت او د حکومت له لوري دوی ته پر وخت نه‌رسېدل بله هغه اندېښنه ده چې د کارپوهانو په خبره د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې او د یو شمېر ولسوالیو د سقوط لامل شوي دي.

خو اوس افغان ولسمشر وايي چې په دې برخه کې ډېره پانګونه شوې او له افغان ځواکونو سره د حکومت تعهد یو طرفه نه‌دی.

د افغان حکومت اجرئیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د هغوی پر وړاندې چې پر افغان خاوره تېری کوي د افغان ځواکونو جګړه مشروع بولي.

ښاغلی عبدالله دا شان د افغان ځواکونو په لیکو کې پر ملي سیاست ټينګار وکړ.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"په امنیتي ځواکونو کې باید د ملي ګټو د سیاسیت پرته بل هېڅ سیاست حاکم نه‌وي، یوازې د افغانستان اساسي قانون، خلکو او د هېواد مشروع رهبرۍ ته باید ژمنه موجوده وي او دغه سیاست باید د امنیتي ځواکونو په لیکو کې وي."

که څه هم د دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د امنیتي ځواکونو د بریاوو او لاسته راوړنو خبره کوي، خو يو شمېر افغان کارپوهان او د ولسي جرګې غړي بیا د جګړې په سنګرونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات بې‌مخینې بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمداګل مجاهد وايي، د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو لامل پر وخت سره دوی ته د تجهیزاتو نه‌رسېدل دي چې کولای شي د هېواد نه د دفاع په لار کې د دغو ځواکونو په روحیې ناوړه پایلې ولري.

خو له دې ټولو سره سره، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی بیا د افغان امنیتي ځواکونو د بریاوو په وړاندې خنډونه او په هېواد کې د جګړې دوام په سیمه کې د هغو ترورېستي ډلو فعالیتونه او هڅې بولي چې په خبره‌یې غواړي په افغانستان کې خپلو دهدافو ته ورسېږي.

معصوم ستانکزی
معصوم ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"فکر کوم د نورو د ګټو لپاره د خوش خدمتۍ وخت نور پای ته رسېدلی دی، هغوی چې د نورو په اشاره د خپل هېواد پر ضد کار کوي زه فکر کوم اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هغوی پر وړاندې قاطعانه مبارزه وشي."

ښاغلی ستانکزی دا شان وايي، افغانستان باید د پردیو د ګټو په خاطر د بې‌ثباتۍ پر لور لاړ نه‌شي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې نور خوش خدمتۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG