د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

مشرانو جرګه: پنځه ولایتونه محاصره دي او ۱۸ کې جګړه روانه ده


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي چې دا مهال د دې هېواد پنځه ولایتونه د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا محاصره دي او په اتلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د داعش د فعالیتونو پراخېدل، د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا د یو شمېر ولایتونو محاصره، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو موجودیت او یو شمېر نورې هغه اندېښنې وې چې د مشرانو جرګې غړو د سې شبې په ورځ د امنیتي چارواکو د استجواب په غونډه کې مطرح کړې.

مشرانو جرګې دغې غونډې ته د افغانستان د فاع وزیر عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی وربللي وو.

د دغې جرګې د کورني امنیت او دفاعي کمېسیون په استازیتوب سناتور محمد هاشم الکوزي د خپل راپور په یوه برخه کې پر امنیتي چارواکو نېوکه وکړه چې د داعش په ګډون د وسله‌والو مخالفینو په ځپلو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا مهال په اتلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده او ډېرې سیمې د وسله‌والو مخالفینو په واک کې دي، په زابل او ننګرهار کې په توره بوره سیمه کې د داعش مرکزونه دي، تاسو د دغه مرکز په له‌منځه وړلو کې پاتې راغلي یاست، ستاسو ډېرې مقررۍ د شخصي اړېکو په اساس کېږي، ستاسې ډېری مسؤلین له قراردادیانو سره په فساد کې پراخ لاس لري."

دوی همدارنګه خبرداری ورکړ که چېرې په روان ژمي کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره پراخ پوځي عملیات ترسره نه‌شي ممکن په راتلونکي کال کې افغانان د ډېرو سیمو د سقوط شاهدان وي.

خو په روان لمریز کال کې د وسله‌والو مخالفینو له لوري د کندز ښار د ځینو برخو په ګډون د هېواد د یو شمېر سیمو موقتي نیول او د جګړو دوام هغه څه و چې د ډېرو خلکو اندېښنې یې راوپارولې.

کندز تر محاصرې لاندې دی، "اقدام وکړئ"

خو د افغانستان دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي د مشرانو جرګې دغې استجوابیه غونډې ته وویل چې په ۱۳۹۵ کال کې د داعش ډلې په ګډون وسله‌وال مخالفین سخت ځپل شوي او اوس‌مهال هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې پوځي عملیات روان دي.

حبیبي: وسله وال مخالفین سخت ځپل شوي.
حبیبي: وسله وال مخالفین سخت ځپل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ۱۳۹۵ کال په جګړه‌ییز فصل کې په ننګرهار کې داعش ډله ځپل شوې ده او دا مهال د وسله‌والو د ځپلو لپاره پوځي عملیات لاهم روان دي."

له بلې‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد په خپلو خبرو کې د وظیفوي غفلت په برخه کې د سناتورانو یو شمېر انتقادونه ومنل او ویې‌ویل چې په ادارو کې د اصلاحاتو لپاره ژمن دی.

اتل: وسله‌والو طالبانو لښکرګاه په بشپړه توګه محاصره کړې ده

له دې سره هم‌مهاله د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي د هېواد ناوړه امنیتي وضیعت ته په اشارې وویل چې باید د جګړې پر یوې جامع ستراتیژۍ باندې فکر وشي.

ستانکزی: د جګړې پر یوې جامع ستراتیژۍ باندې باید فکر وشي.
ستانکزی: د جګړې پر یوې جامع ستراتیژۍ باندې باید فکر وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ او تاسې تل پر دې بحث کوو چې په کومو ځایونو کې عملیات ترسره شول او په کوم برخو کې مو عملیات نه‌دي کړي او دغو عملیاتو ولې نتېجه ورنه‌کړه، ولې د جګړې په نورو ابعادو بحث نه‌کوو، موږ باید د جګړې په یوې جامع ستراتیژۍ فکر وکړو او تر هغې چې د جګړې په یوې جامع ستراتیژۍ فکر ونه‌کړو موږ نتیجې ته نه‌شو رسېدلی."

د افغانستان د مشرانو جرګې په دې غونډه کې افغان امنیتي لوړپوړو چارواکو ژمنه وکړه چې وسله‌وال مخالفین به ځپي او دوی ته به اجازه ورنه‌کړي چې هېواد له امنیتي بحران سره مخ کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG