د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

ولایتي شورا: هلمند کې خیالي سرتېري د جګړې د دوام لامل دی


په هلمند ولایت کې خیالي سرتیري د جګړې د دوام عمده علت بلل کېږي. د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، که دغه ولایت ته د منظور شویو سرتېرو له ډلې نیمه برخه هم عملاً موجوده وای جګړه به دومره ستړې کوونکې او نه اوږده کېده.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، ډېرکم پوځیان جګړه مخته وړي او د هغو ټولو خیالي سرتېرو په استازیتوب مبارزه کوي چې له کلونو راهیسې د هلمند د سرتېرو په لېسټ کې شامل دي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل
د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل

ښاغلی اتل وايي:

"د پوځيانو کوم تشکیل چې هلمند ته منظور شوی ۶۰ سلنه خیالي دی او یوازې د کاغذ په مخ دی. دلته تقریباً ۳۱ زره تشکیل منظور دی. که له دې ډلې نیمايي هم له موږ سره وای هېڅ امکان د دې نه و چې مخالفین دومره مخته راشي. علت یې هم دا دی چې جګړه ورځ تر بلې ډېریږي. اوس دا دی لښکرګاه په دویمه او دریمه حوزه کې میاشت پوره کېږي چې جګړه روانه ده."

ښاغلی اتل مرکزي حکومت تورنوي چې په هلمند کې د امنیتي وضعیت د ښه‎والي لپاره سمه پاملرنه نه کوي او د سرتېرو د زیاتوالي په اړه یې جدي اقدامات نه‎دي کړي.

هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال محمد ولي احمدزي هم تائید کړې چې د پوځیانو تشکیل کم دی او نه‎شي کولای چې په کمو پوځیانو د هلمند جګړه مخته یوسي او یا لښکرګاه له ګواښه وژغوري.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال محمد ولي احمدزي هم تائید کړې چې د پوځیانو تشکیل کم دی
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال محمد ولي احمدزي هم تائید کړې چې د پوځیانو تشکیل کم دی

له ګاونډي هېواد پاکستان سره د هلمند پراخ سرحد او د مخالفینو اسانه تګ راتګ، د نړۍ د تر ټولو زیاتو اپیمو د تولید او په سر يې د مافیايي ډلو سیالي د هلمند د نا امنیو له عمده عواملو بلل شوي دي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان دفاع وزیر، د ناټو عمومي قومندان او د کورنیو چارو وزارت ارشد معین هلمند ته تللي وو څو جګړه و ارزوي او هر یوه په خپل وار د مخالفینو پر ضد په جګړه کې افغان ځواکونه برلاسي وبلل.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون شپه ازادي راډيو ته وویل، په هلمند کې سخته جګړه وشوه خو تر ډېره وسله‎وال مخالفین مات شول او پلان دی چې ډېر ژر د افغان پوځیانو شمېر پور او امکانات ورته زیات شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

ښاغلی وزیري زیاته کړه:

"د هلمند د قول اردو لپاره نوي قومندانان ورغلل، نوي کسان ورغلل. نوي اکمالات ورته کېږي. په همدې اوونۍ کې موږ نوي هاموې او زره پوشونه هلمند ته ولېږل چې یا رسېدلي یا ور رسېږي. د پرسونل په هکله هم موږ پلان لرو دا اوس په دغه پلان پیل شوی دی. دوامداره توګه باندې هلته د قول اردو اکمالات کوو څو په راتلونکي ژمني کې په دښمن باندې ډېرې قوي ضربې واردې کړو."

د هلمند یو شمېر عام خلک بیا له سخت امنیتي وضعیت شکایت کوي او وايي چې له درېیو اونیو راهیسې پيل شوي "قهرمیوند" په نوم عملیات او ځیني نور پوځي تحرکات د پام وړ لاسته راوړنې نه‎لري.

هلمند کې روان کال وسله‎والو مخالفینو ته زیاته مرګ‎ژوبله اوښتې خو افغان پوځیانو ته هم تر ټولو سخته کال بلل شوی او په څو لویو پېښو کې لسګونه افغان سرتیري د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا وژل شوي دي.

که څه هم له څو کلونو راهیسې په هلمند کې جګړه روانه ده خو سږ کال جګړه د دې لپاره سخته شوه چې د دغه ولایت څو ولسوالۍ طالبانو ونیولې او د لښکرګاه د نیولو لپاره یې هم هڅې وکړې.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG