د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

حیدري: بې ځایه شویو ۵۲ زره کورنیو سره مرستې شوي


په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت وايي چې وروستیو جګړو او ناامنیو څه باندې ۹۲ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه کړي چې لویه برخه یې د کندز اوسیدونکې دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د دغو بې ځایه شویو ۵۲ زره کورنیو سره مرستې شوي او ۳۰ زره کورنیو ته یې د بېرته ستنېدو زمینه برابره شوې خو لاهم ګڼ شمېر کورنې مرستو ته اړتیا لري.

حیدري وویل، دغو بې ځایه شوېو کورنیو سره د لا زیاتو مرستو په هدف ۲۸۰ میلیونه افغانۍ هم ځانګړې شوې ده.

دی وايي:

"په تېرو څو میاشتو کې کندز، فراه، ارزګان، هلمند، ننګرهار، فاریاب، غزني، سرپل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړو او ناامنیو له امله ۹۲ زره او ۸۳ کورنې بې ځایه شوي دي چې یو شمېر یې امنو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.۵۲ زره کورنیو سره د بیړنیو مرستو د بستو او نقدي مرسته شوې او همدارنګه د لا زیاتو مرستو لپاره ۲۸۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې."

ښاغلي حیدري وویل چې د ژمي لپاره هم چمتوالی نیول شوی او د افغانستان په ۸ زونونو کې د بیړنیو مرستو مرکزونه په پام کې نیول شوي دي څو د احتمالي پېښو په وخت کې خلکو ته مرستې ورسوي.

خو بې ځایه شوي کورنۍ بیا وايي چې د حکومت د ادارو له‎خوا مرستې د اړیکو پر اساس ویشل کېږي او حق حقدار ته نه رسېږي.

حیات الله چې د کندز اوسیدونکې دی او د وروستیو جګړو له امله د خپلې کورنې سره کابل ته بې ځایه شوی ازادي راډيو ته وویل:

"هغه کورنیو چې خپلوان درلودل او دلته ېې څوک پېژندل هغوی سره مرستې وشوې خو هغه کسانو چې واسطې یې نه درلودې هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې؛ په همدې حالت کې هم که د کندز مشران یا بل څوک دي هڅه کوي چې خپل جیبونه ډک کړي، هېڅ حق حقدار ته نه دی رسیدلی."

بې ځایه شوي کورنۍ وايي چې لاهم د کابل په ګډون په ګڼو نورو ولایتونو کې سلګونه کورنۍ بې امکاناتو په سړه هوا کې شپې سبا کوي خو حکومت ورته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي.

د کډوالو چارو وزارت د مطبوعاتي چارو سلاکار حفیظ میاخېل بیا ازادي رادیو ته وویل چې د مالي منابعو د کمښت له امله دغه وزارت ونه توانېده چې د بې ځایه شوېو لپاره جوړ شوی ملي پلان پلی او ستونزو ته یې په سمه توګه رسیده ګي وکړي.

ښاغلي میاخېل وویل، که حکومت او مرستندویې ادارې د بې ځایه شویو ستونزو حل ته کافي پیسې ځانګړي نه‎کړي دغه ستونزې به لا پراخه شي.

د کډوالو چارو وزارت د مطبوعاتي چارو سلاکار حفیظ میاخېل
د کډوالو چارو وزارت د مطبوعاتي چارو سلاکار حفیظ میاخېل

دی وايي:

"د روان کال په جریان کې څلورنیم لکه کسان بې ځایه شوي او په دې برخه کې عمده ستونزه د مالي منابعو او امکاناتو کمښت دی، وزارت په دې برخه کې یوه ملي پالیسي جوړه کړې خو دغه پالیسې هم د مالي منابعو د کمښت له امله سمه تطبیق نه شوه. په دی برخه کې اړتیا ده چې د حکومت او مرستندویه ادارو مرستې ډیرې شي او که مرستې ډیرې نه شي ستونزې به لا زیاتې شي."

میاخېل وايي چې بې ځایه شوېو ته د رسېدنې لپاره اته میلیارده افغانیو ته اړتیا ده خو اوس مهال دغه مالي امکانات نشته.

د هغه په خبره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له بېلابېلو مرستندویه ادارو سره ناستې درلودې او غوښتنه یې ترې کړې چې د ژمي لپاره باید خپل چمتوالی ولري او د افغان بې ځایه شوېو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG