د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د ولسي جرګې د یوه غړي پر کور حمله کې ۸ تنه وژل شوي


په کابل کې د ولسي جرګې د یوه غړي پر کور د تېرې شپې په انتحاري او بیا وروسته په وسله‌واله حمله کې اته تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

یوې باوري امنیتي سرچینې ازادي راډيو ته وویل، حمله په خوشحال مېنه کې په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي معلم میرولي پر کور شوې ده.

د میرولي د کورنۍ یوه غړي په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې چې د هغه دوه لمسیان، یو یې وراره، دوه‌یې ساتونکي او دوه عام وګړي شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې ولسي جرګه کې د یوه بل غړي عبیدالله بارکزي زوی حفیظ بارکزی هم په دغې پېښه کې وژل شوی او د میرولي په ګډون د هغه د کورنۍ یوه ښځه او پنځه مېلمانه په ټپیانو کې شامل دي.

د راپورونو له مخې په خپله میرولي د کړکیو او ښیښو د ماتېدو له امله ټپي شوی دی.

ولیس وایي، درې وسله‌والو انتحاریانو د معلم میرولي پر کور برید کړی و.

له حملې سمدستي وروسته کومانډو ځواک د میرولي کور ته ورسېد او له وسله‌والو حمله کوونکو سره‌یې نښته پیل کړه چې ټول حمله کوونکي وژل شوي او جګړه پای ته رسېدلې.

وسله‎والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي درې وسله‎والو د هلمند د چارواکو پر یوې مهمې پوځي غونډې حمله کړې ده.د راپور له مخې په خپله میرولي د کړکیو او ښیښو د ماتېدو له امله ټپي شوی دی.

پخواني:

په کابل کې د ولسي جرګې د یوه غړي پر کور د تېرې شپې په وسله‌واله حمله کې ویل کېږي پنځه تنه وژل شوي دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، دا حمله په خوشحال مېنه کې په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي معلم میرولي پر کور شوې چې د هغه د کورنۍ د دوو تنو غړو په ګډون پنځه تنه په‌کې وژل شوي دي.

پولیس وایي، درې وسله‌والو انتحاریانو د معلم میرولي پر کور برید کړی و او درې وژل شوي د هغه ساتونکي وو.

روېټرز اژانس بیا په وژل شویو کسانو کې د ولسي جرګې د یوه بل غړي د زوی حفیظ بارکزي د وژل کېدو خبر ورکوي.

د راپور له مخې په خپله میرولي د کړکیو او ښیښو د ماتېدو له امله ټپي شوی دی.

د یو شمېر نورو کسانو د ټپي کېدو هم ویل شوي خو په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

له حملې سمدستي وروسته کومانډو ځواک د میرولي کور ته ورسېد او له وسله‌والو حمله کوونکو سره‌یې نښته پیل کړه.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، دغه حملې یې د هلمند د چارواکو پر یوې مهمې پوځي غونډې کړې ده.

پخواني:

وسله‌والو کسانو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په خوشحال خان سیمه کې په ولسي جرګه کې د هلمند خلکو استازي معلم میرولي پر مېلمستون برید کړی.

د کابل ښار امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو رئیس فریدون عبیدي له سیمې څخه د دغې پېښې په تائید سره وايي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او عملیات روان دي.

ښاغلي عبیدي د دغې پېښې په اړه لازیات جزئیات ورنه‌کړل خو زیاتوي چې د جګړې له پای ته رسېدو او څېړنو وروسته به له رسنیو سره معلومات شريک کړي.

په ورته وخت کې له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې شېبه وړاندې هم یوه درنه چاودنه وشوه چې نوعیت‌یې نه‌دی معلوم خو جګره دوام لري او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

وسله‌والو طالبانو هم د دغې حملې مسؤلیت منلی.

پخواني معلومات:

وسله‌والو کسانو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزه کې پر یوه کور برید کړی.

د کابل ښار له پنځمې امنیتي حوزې څخه عیني شاهدان وايي چې د خوشحال په سیمه کې نصیب هوټل ته مخامخ پر یوه کور وسله‌وال برید شوی.

ویل کېږي چې دغه کور په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازي معلم میر ولي دی.

عیني شاهدان دغه‌راز زیاتوي چې په سیمه کې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنایي تحقیقاتو رئیس ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي خو زیات جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

د وسله‌والو طالبانو هم د دغې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

XS
SM
MD
LG