د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۵۸

ښاریان: کابل ښار په دې وروستیو کې پوځي بڼه خپله کړې


کابل ښاریان د ښار له اوسني وضعیته شکایت کوي وايي، د دې ښار ډېرې لارې د پوځیانو لخوا تړل شوي او ملکي نقلیه وسایطو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ځنې تېر شي.

ښاریان وايي، په دې وروستیو کې دغه ښار پوځي څېره غوره کړې، اکثره مهمې لارې او سړکونه یې پوځیانو بندي کړي دي.

دوی د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۱» ازادي راډیو ته وویل چې د دغو لارو او سړکونو تړل کېدو اندېښمن کړي او حکومت هم په دې اړه خلکو ته په زغرده څه نه وايي.

دوه کابل ښاریان له مکروریانو څخه د ښار مرکزي سیمې ته پلي روان وو، ازادي راډیو ته وویل چې د لارو بندېدو ورته په دغه ښار کې اوسېدل ګران کړي دي.

کابل ښار
کابل ښار

دوی زیاته کړه:

"۱- دا ټولې څلور لارې پوځیانو بندې کړي، موږ دې ته حیران یو چې د دوی موټر ځې راځي او نورو خلکو ته بندې دي.

۲- کاروبار ته زیان رسېدلی، ناروغانو د روغتونونو په لاره ژوند له لاسه ورکړی."

ځینو ویل، دغه لارې او سړکونه یوازې د ملکیانو او د دوی د وسایطو لپاره تړل شوي حال دا چې د حکومت لوړ پوړو چارواکو او زورواکو ته چې د تورو ښیښو په موټرو کې ګرځي، خلاصې وي.

د کابل ښار محمود خان پُل، د شش درک سړک، مکروریانو ته تللي لارې، د مسعود څلور لارې او د سرینا هوټل ته څېرمه سړک هغه سیمې دي چې د خلکو په خبره حکومت بندې کړي دي.

د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل، د صدارت څلورلارې ته څېرمه او د کابل ښار په لوېدیځ کې د ۱۱۱ فرقې پر یوه کنډک د وسله والو مخالفینو له حملو وروسته چې سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، امنیتي ځواکونو د ښار د امنیت لپاره تدابیر شدید کړل.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې کومه امنیتي ستونزه نه شته او امنیتي ارګانونه، د خلکو د لا امنیت لپاره په خپلو دندو بوخت دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې کابل ښار ته د امنیتي ګواښونو خبرونه، د ټولنیزو رسنیو کار وباله.

خو د کابل ګارنېزیون د قوماندانۍ سرپرست جنرال افضل امان وايي، د تېرو څو ورځو امنیتي ګواښونو لپاره تدابیر نیول شوي وو، خو وايي، دغه وضعیت به ډېر ژر عادي حالت ته را وګرځي.

امان: وضعیت به ډېر ژر عادي حالت ته راوګرځي.
امان: وضعیت به ډېر ژر عادي حالت ته راوګرځي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ د امنیتي راپورونو په پام کې نیولو سره، په تېرو څو ورځو کې یولړ امنیتي ګواښونه موجود وو او د دې لپاره چې خدای مه کړه د تروریستانو له اعمالو، بل وضعیت پېښ نه شي، او خلک په کې تلف نه شي، دغه تدابیرمو ونیول، خو ان شاءالله څو ساعته وروسته به دغه ستونزه هواره شي."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو کمېسیون د کابل ښاریانو اندېښنې پرځای ګڼي او له حکومته غواړي چې د لارو او سړکونو د بندولو پرځای دې، کشفي او استخباراتي ارګانونه فعال کړي.

د دغه کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:

الکوزی: حکومت باید خپل استخبارات قوي کړي.
الکوزی: حکومت باید خپل استخبارات قوي کړي.

"دوی باید خپل کشفي ارګانونه فعال او د غفلت له خوبه ويښ کړی، د خلکو پرمخ د لارو تړل او خپل ځانونه په سمېټي دېوالونو او تیږو کې خوندي کول، د خلکو په زیان دي او دا دشرم خبره ده."

دی تائیدوي چې د لارو بندېدل، روغتونونو ته د ناروغانو او دولتي ادارو ته د کارکوونکو رسېدل ځنډوي او عامو خلکو ته ګڼې ستونزې پیښېږي.

دی وايي، حکومت دې د ستونزو د پېښولو پرځای، خلکو ته په بېلابېلو برخو کې ښه خدمتونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونو د ملي امنیت له عمومي ریاست سره په ګډه، د کابل ښار د امنیت لپاره یو جامع امنیتي پلان چمتو او ولسمشر هم تائید کړی دی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اوونۍ کې عملي شي.

راپورخان محمد سیند

XS
SM
MD
LG