د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د کابل ۱۰۰ سړکونه تر سخت امنیتي پوښښ لاندې نیول کېږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیتي پلان په راتلونکو دوو اوونیو کې عملي کېږي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمي پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، نوی امنیتي پلان په درېیو پړاونو کې عملي کېدو ته تیاره شوی دی.

د هغه په وینا، نوی امنیتي پلان ۵۲ مادې لري چې ځیني برخې یې د مسئلې د حساسیت له مخې نه‌شي اعلانولائ، خو وايي چې د کابل ښار لږ تر لږه ۱۰۰سړکونه به تر شدیدې امنیتي څارنې لاندې شي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

رحیمي وویل:

"دا طرحه په درېیو مرحلو کې د تطبیق وړ ده، لومړی هغه سیمې چې اسیب پذیرې دي او ضعف موجود دی، دوهم هغه سیمې چې نسبي اسیب ‌پذيرې دي او درېیم د نورمال وضعیت سیمې دي چې ټولې به جداً د امنیتي، استخباراتي او کشفي ادارو تر څارنې لاندې شي."

په همدې حال کې، د کابل د ګارنېزیون سرپرست مشر جنرال افضل امان وايي چې په نوي امنیتي پلان کې د قوماندې د یوه واحد مرکز پر رامنځته کېدو تأکید شوی دی.

افضل امان
افضل امان

جنرال افضل امان بېګا ازادي راډیو ته وویل:

"نوی امنیتي پلان له مخکنیو پلانونو سره دا توپیر لري چې د قوماندې پر واحد مرکز ټینګار کوي، خو په عین وخت کې د استخباراتي معلوماتو د تحلیل او ارزونې د مرکزونو جوړېدل په‌کې شامل دی."

د جرمني د خبري اژانس «دي. پي. اې» په حواله، تېر کال یوازې په کابل ښار کې ۲۰ سترې ترورېستي حملې وشوې او نږدې ۵۰۰ تنه‌يې قرباني شول.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړۍ میاشت کې پر انټرکانټیننټال هوټل په وسله‌واله حمله کې چې ۱۷ ساعته‌یې دوام وکړ تر ۲۰ زیات کسان ووژل شول.

د جنورۍ په ۲۷مه د کابل ښار پر صدارت څلور لارې انتحاري حمله وشوه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په وینا، تر ۱۰۰ زیات وګړي په‌کې ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات په‌کې زخمیان شول.

وسله‌والو کسانو د جنورۍ پر ۲۸مه د اردو پر یوه کنډک حمله وکړه او ۱۱ عسکر یې ووژل.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

په کابل کې د حملو او چاودنو له زیاتېدو سره ولسمشر محمد اشرف غني د ښار د نوي امنیتي پلان د جوړېدو امر وکړ چې طرحه‌یې د یکشنبې په ورځ ولسمشر ته وړاندې شوه.

XS
SM
MD
LG