د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د کابل په نوي امنیتي پلان کې پر څه ډېر ټینګار شوی؟


افغان چارواکي وايي چې د کابل په نوي امنيتي پلان کې د پلازمېنې د امنیتي کمربندونو او د استخباراتي معلوماتو پر پیاوړي کولو ټینګار شوی.

په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون د وسله‎والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې هغه امنیتي پلان تأیید شو چې پرون یکشنبه د کورنیو چارو وزارت، جمهوري ریاست ته وسپاره.

په کابل کې له خونړیو ترورېستي حملو وروسته چې چارواکي یې په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورن شول، د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې د پلازمېنې د نوي امنیتي پلان طرحه‌یې جمهوري ریاست ته سپارلې ده.

د کابل په موټر بم چاودنه کې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

د کابل ګارنېزیون عمومي سرپرست قوماندان ډګر جنرال افضل امان ازادي راډیو ته وویل، په غونډه کې د دې طرحې په اړه له بحث وروسته د کشفي او استخباراتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د کابل د امنیتي کمربند د غښتلي کولو پر اړتیا ټینګار وشو.

ښاغلی امان وايي:

"د ولسمشر ټول هدایتونه مخصوصاً د همغږۍ په اړه وو او دا چې امنیتي ارګانونه باید خپل پلانونه نوي کړي او په نويو پلانونو کې د کابل د امنیتي کمربندونو پر پیاوړي کولو ټینګار شوی او بل د امنیتي چارو مسؤلان په تېره د کشف او استخباراتو چارواکو ته دنده سپارل شوې چې له دې وروسته باید تر پخوا ډېر جدي واوسي او خپل پلانونه نوي کړي."

د کابل د ګارنېزیون عمومي سرپرست قوماندان ډګر جنرال افضل امان
د کابل د ګارنېزیون عمومي سرپرست قوماندان ډګر جنرال افضل امان

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، د کابل د امنیت نوې طرحه چې پرون د وسله‎والو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ په غونډه کې له بحثونو وروسته په اصولو کې تأیید شوه، د کابل د مسؤلو امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د کشف او استخباراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او په امنیتي سکټور کې د هر اړخیزو اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کوي.

وسله‎والو مخالفینو په تېرو څو میاشتو کې په کابل او د هېواد په نورو سیمو کې خپلو حملو ته زور ورکړی، خو د روانې سلواغې میاشتې له پیله په کابل کې د خونړیو حملو په لړۍ کې له ۱۵۰ نه د زیاتو ملکي وګړو مړینې او د ګڼ شمېر نورو ټپي کېدو پر افغانستان د وېرې او وحشت فضا خوره کړه.

خلک د دې حملو ژر تر ژره مخنیوی غواړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر په پرونۍ غونډه کې مسؤلو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د پلازمېنې کابل د امنیتي پلان د عملي کولو پر جزئیاتو کار په ۱۰ ورځو کې بشپړ کړي.

XS
SM
MD
LG