د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۱۳

مراد: ممکن د «کابل ـ بلخ» په نوم امنیتي کمپنۍ بنده او مسؤلین یې مجازات شي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ممکن د «کابل ـ بلخ» امنیتي کمپنۍ وتړل شي او یو شمېر مسؤلین او کارکوونکي یې مجازات شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل باندې د انتحاري حمله کوونکو د ډلیز برید د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي او احتمال شته چې «کابل ـ بلخ» امنیتي کمپنۍ چې د هوټل د امنیت مسؤلیت یې درلود وتړل شي.

د دغه وزارت ارشد امنیتي مرستیال مراد علي مراد د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۱۵» ازادي راډیو ته وویل، د کمپنۍ د یوشمېر مسؤلینو او کارکوونکو د مجازاتو امکان هم لیدل کېږي.

مراد: د کمپنۍ د تړل کېدو په اړه جدي پلټنې روانې دي.
مراد: د کمپنۍ د تړل کېدو په اړه جدي پلټنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"کمپنۍ هلته«کانټیننټال» د امنیت مسؤلیت درلود، خو خپلې ژمنې یې پوره نه شوې کړای، چې دا پېښه رامنځته شوه، دا چې دغې کمپنۍ څه ډول قراداد ترلاسه کړی په دې اړه څېړنې روانې دي، تاسې ډاډه اووسئ، د کمپنۍ د تړل کېدو او د کارکوونکو د مجازات کېدو په اړه یې جدي پلټنې روانې دي."

دا په داسې حال کې ده چې پنځلس ورځې مخکې یوشمېر انتحاري حمله کوونکو د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل ډلیزه حمله وکړه چې په دغه حمله کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون چې اکراینان او امریکایان په کې شامل وو لږ ترلږ ۲۲ کسان ووژل شول او یوشمېر نور ټپیان شول.

له دغې پېښې شااو خوا درې اوونۍ مخکې د انټرکانټیننټال هوټل د امنیت مسؤلیت د «کابل ـ بلخ» په نوم امنیتي کمپنۍ ته سپارل شوی و.

د کابل د ګارنېزیون قوماندان افضل امان له پېښې وروسته ویلي و چې امنیتي کمپنۍ ته د هوټل د امنیت سپارلو په اړه له دوی سره معلومات نه و شریک شوي.

د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل له حملې وروسته امنیتي ارګانونو ویلي و چې د حملې د څرنګوالي په اړه جدي پلټنې روانې دي.

پر کانټیننټل هوټل وسله واله حمله پای ته ورسېده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

په ورته وخت کې د «کابل ـ بلخ» د امنیتي کمپنۍ رئیس سعید رحیمي د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي مرستیال د څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل چې دوی د انټر کانټیننټال هوټل د امنیت په برخه کې خپل مسؤلیت تر سره کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ روانو تحقیقاتو ته په تمه یو، تراوسه موږ ته هېڅ شی هم نه دی رسېدلی، موږ د قرارداد مطابق هغه مسؤلیت چې لازم و ترسره کړی او په دې برخه کې کومه ستونزه نه وینو."

که څه هم له دې مخکې د انټر کانټیننټال هوټل مسؤلینو ازادي راډیو ته ویلي و چې د نوموړي هوټل د امنیت چارې د هوټل مدیره پلاوي یادې امنیتي کمپنۍ ته سپارلې وې، خو د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال مراد علي مراد وايي، «کابل ـ بلخ» امنیتي کمپنۍ ته د نوموړي هوټل د امنیت سپارلو د چارو د څرنګوالي په اړه هم پلټنې روانې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG