د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د کابل د امنیت او د ناامنو ولایتونو په اړه د غوڅ ملاتړ مأموریت نوې هڅې!


د دولت پر وسله‎والو مخالفینو د فشار راوستلو په لړ کې په افغانستان کې د غوڅ مأموریت قوماندان، په راتلونکو اوونیو کې د دې هېواد په ناامنو ولایتونو کې د عملیاتو د پیلولو خبر ورکوي.

جنرال جان نېکلسن د پنجشنبې په ورځ لغمان ولایت ته په سفر کې وویل، پر وسله‎والو مخالفینو به فشارونه زیات شي.

ده وویل، د کابل ښار د امنیت لپاره له افغان ځواکونو سره څنګ په څنک کار کوي.

ښاغلي نېکلسن زیاته کړه:

"عملیات په راتلونکو اوونیو کې په ختیځو ولایتونو کې پیلېږي او پر دښمن فشار زیاتوو. موږ په شمال او جنوب کې هم عملیات کوو چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي، همدارنګه د کابل په امنیت تمرکز لرو او په کلکه پرې کار کوو."

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

ده ډاډ ورکړ چې د طالبانو د بریدونو مخه نیسي.

د ده په خبره طالبانو د ولایتونو پر مرکزونو او ولسوالیو حملې ودرولې او پر ښارونو یې ترورېستي حملې زیاتې او ملکي خلک‌یې په نښه کړي دي.

د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ اعلان کړه چې د افغانستان په شمال کې یې د طالبانو د ځپلو په هدف نوې هوایي حملې ترسره کړې دي.

په دغو حملو کې «بي-۵۲» الوتکو هم برخه لرله.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په یوې اعلامیه کې ویلي چې دغو ځواکونو د دې هېواد په شمال او ختیځ کې د طالبانو روزنیز مرکزونه په نښه کړي او د اعلامیې له مخې د چین او تاجکستان په پولو کې یې د طالب جنګیالیو د هڅو مخه نیولې ده.

د دغو حملو زیاتوالی، په افغانستان کې د امریکا د پوځي رول د ډېرښت یوه برخه ده چې د افغانستان او د اسیا د جنوب لپاره د واشنګټن په نوې ستراتېژۍ کې راغلې ده.

په وروستیو څو میاشتو کې امریکا اته بلک هاک هلیکوپټر، د افغانستان هوايي ځواکونو ته ورکړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې امریکا تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان هوايي ځواکونو ته ۱۵۹ ډول ډول الوتکې ورکوي.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره، د افغانستان د هوايي ځواکونو عملیات د تېر کال په پرتله ۵۰ فیصده زیات شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز شریف یفتلي چې په دې سفر کې و، وايي په خیتځو ولایتونو کې د عملیاتو لپاره تیاری نیول شوی دی.

دی هیله ښيي چې په دغو عملیاتو کې به ښې لاسته راوړنې ولري او مخالفینو ته به درانه تلفات واړوي.

جنرال نېکلسن او لوی درستیز شریف یفتلي/ ارشیف
جنرال نېکلسن او لوی درستیز شریف یفتلي/ ارشیف

​ښاغلی یفتلي زیاتوي:

"د ځواکونو د احضاراتو کچه فوق‌العاده پورته ده، د عملیاتو لپاره د تیاري تدابیر ښه دي، د ظرفیت جوړول شته او هیله‌مند یو چې په دغو عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې ولرو او مخالفینو ته درانه تلفات واړوو."

ښاغلي یفتلي وویل، په ۹۷م لمریز کال کې هڅې کېږي چې د دولت د حاکمیت لمن، د هېواد ۸۰ فیصده ساحې ته وغځوي.

راپور: خان محمد سیند

نیکلسن: په نږدې اونیو کې په نا امنه ولایتونو کې عملیات پیلیږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

XS
SM
MD
LG