د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۶ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۷

پوتین: د ستالینګراد جنګ دښمن تارو او مارکړ


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون جمعه د دوهمې نړیوالې جګړې د تر ټولو خونړي جنګ د ۷۵کلیزې په مراسمو کې وویل: "د ستالینګراد جنګ په بشپړ ډول دښمن تارو-مارکړ" او د دوهمې نړیوالې جګړې د بري لار یې پرانیستله.

د روسیې په ولګوګراد ښار کې چې پخوا ستالینګراد ورته ویل کېدل، په پرونیو ځانګړو مراسمو کې د روسیې د پوځ یونیم زر افسرانو او عسکرو، شپېتو الوتکو او د پخواني شوروي د پوځ یوشمېر ټانکونه او نور پوځي وسایل شامل وو.

ولادیمیر پوتین پرون جمعه د دې تاریخي جګړې په یاد په مراسمو کې پر روسانو غږ وکړ چې د خپلو پلرونو او نیکونو استقامت او مېړانې ته وګوري.

ولادیمیرپوتین وویل:

"هغه مهال، په ستالینګراد کې زموږ د وطن او د ټولې نړۍ د برخلیک پرېکړه وشوه، دلته زموږ د خلکو طبیعت چې سر نه ټیټوي، په ټوله معنی څرګند شو."

د دوهمې نړيوالې جګړې په وروستیو کلونو کې د ستالینګراد جنګ چې پنځه میاشتې یې دوام وکړ له ډېرو خونړیو جګړو بلل کېږي.

د ستالینګراد جګړه د نازي المان پر وړاندې د روسیې د مقاومت په سمبول بدله شوې چې د جګړې پاي ته رسېدو ته یې لار پرانیستله.

داسې ګڼل کېږي چې د ستالینګراد په جنګ کې ملیونونه وګړي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG