د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۲

خبرونه

د یمن د جنوب بېلتون‌پالو د سعودي غوښتنه رد کړه

د یمن د جنوب د بېلتون‌پالو اصلي ډلې، چې د «جنوب انتقالي شورا» نومېږي، د سعودي عربستان هغه غوښتنه رد کړې چې له مخې یې د دې ډلې ځواکونه باید د حضرموت او مهره له ختیځو ولایتونو څخه شاتګ وکړي، او ټینګار یې کړی چې د دغو سیمو د «امنیت ټینګښت» ته به دوام ورکړي.

د جنوب انتقالي شورا چې په پیل کې د حوثیانو پر ضد د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف برخه وه، په وروستیو کلونو کې یې د جنوبي یمن د کورواکۍ لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. دا شورا، چې د متحده عربي اماراتو له ملاتړه برخمنه ده، څو ځله له مرکزي حکومت سره، چې ریاض یې ملاتړ کوي، په نښتو کې ښکېله شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې ډلې د جمعې په ورځ، (د مرغومي پنځمه) په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په حضرموت او مهره کې یې پوځي عملیات د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره دي، چې پکې د ایران پلوه حوثي ځواکونو د اکمالاتي لارو پرې کول هم شامل دي.

د یمن بېلتون‌پالو همداراز اعلان کړی چې د جمعې په سهار د سعودي عربستان هوايي ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ کې د دوی پر سنګرونو هوايي بریدونه کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سپټمبر د ۱۱مې له برید ۲۵ کاله وروسته؛ له امریکا تر افغانستانه د جګړو پیل

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه په نښه شول
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه په نښه شول

نن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵ کاله پوره کېږي.

دغو بریدونو چې په امریکا کې شاوخوا ۳ زره ملکي وګړي په‌کې ووژل شول د دغه هېواد تاریخ‌یې بدل کړ.

له نن ۲۵ کاله وړاندې د څلورو تښتول شویو مسافر وړونکو الوتکو په وسیله د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه او په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ودانۍ په نښه شول.

یوه بله الوتکه هم له دې مخکې چې خپل هدف ته ورسېږي، په پنسلوانیا کې راوغورځول شوه.

د دغو بریدونو په پایله کې ټول مسافر او په ودانیو کې زرګونه امریکايي وګړي ووژل شول.

په دغو بریدونو کې د القاعدې شبکې ۱۹ غړو لاس درلود چې ۱۵ تنه‌یې د سعودي عربستان اتباع و.

امریکا د دغو بریدونو مسؤله د ترهګرې ډلې القاعده وبلله.

په هغه وخت کې د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې د طالبانو د هغه مهال د حکومت تر ملاتړ لاندې اوسېده.

امریکا ته د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه د طالبانو مخالفت د دې لامل شو چې د هغه مهال د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې پر طالبانو د پراخو بریدونو پلان جوړ کړي.

د امریکا په مشرۍ پوځي عملیاتو د طالبانو پنځه کلن رژیم نسکور کړ، خو اسامه بن لادن چې څو کاله پټ و د کلونو لپاره بالاخره د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا ووژل شو.

د اوبو د مسؤلانه کارونې په اړه د طالب چارواکو ټینګار

ارشیف، په افغانستان کې یوه مېرمن چې خپل کور ته په بشکو کې اوبه وړي.
ارشیف، په افغانستان کې یوه مېرمن چې خپل کور ته په بشکو کې اوبه وړي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د اوبو د سرچینو د مدیریت په یوه غونډه کې د اوبو د مسؤلانه کارونې، د اوبو د ضایع کېدو په مخنیوي او د بندونو د جوړولو د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس راپور چې د دغو اقداماتو هدف د ښاریانو لپاره د اوبو دوامدار تأمین او د هېواد د اوبو د امنیت پیاوړتیا ده.

د طالبانو دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د بریتانیا د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي یو کې) ویلي، ښايي کابل تر ۲۰۳۰ کال پورې لومړنی عصري ښار شي چې اوبه‌یې ختمېږي.

په همدې حال کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د ځمکې لاندې اوبه تر دې کچې ټیټې شوي چې ان ځینې ژورې څاه‌ګانې هم نورې کافي اوبه نه‌لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په ۲۰۲۵ کال کې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د اوبو له کمښت سره مخ دی او شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان په دغه هېواد کې د اړتیا وړ اوبو ته کافي لاسرسی نه‌لري.

د بخښنې سازمان: روسیه په زور او چل‌ول د اوکراین جګړې ته سرتېري جذبوي

ارشیف، د روسیې یو شمېر ازاد شوي سرتېري
ارشیف، د روسیې یو شمېر ازاد شوي سرتېري

د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) وايي، روسیې د اوکراین په جګړه کې د بهرنیو اتباعو د جذب لپاره په ځینو مواردو کې له چل ول، زور او دروغجنو ژمنو کار اخیستی او دا بهیر په ډېرو مواردو کې د «انسان قاچاق» ګڼل کېدای شي.

د بشري حقونو دغه سازمان په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د «سنبلې په ۱۹مه» یې خپور کړ، وايي چې په اوکراین کې یې د جګړې په دوو بندي‌خانو کې له ۱۲ څخه د ډېرو بهرنیو اتباعو سره مرکې کړې دي.

په دغو کسانو کې د کولمبیا، کیوبا، مصر، سومالیا او سویلي افریقا اتباع شامل و.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، له مرکه شویو کسانو څخه یوازې درې تنه هغه مهال چې قرارداد یې لاسلیک کاوه په دې خبر و چې دوی به په اوکراین کې د جګړې لپاره ولېږل شي.

ځینو نورو ویلي چې دوی ته د لوړو معاشونو، امتیازونو او حتی د روسیې د تابعیت د ترلاسه کولو ژمنې ورکړل شوې وې، خو دغه ژمنې په بشپړه توګه عملي نه‌شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنېس کالامار ویلي چې په دغو مواردو کې د «استثمار او زور» کچه د دې لامل شوې چې دې نتیجې ته ورسېږي چې ډېرې دغه پېښې د ملګرو ملتونو د پالرمو پروتوکول د تعریف له مخې د انسان قاچاق ګڼل کېږي.

امنسټي انټرنشنل وايي چې په روسیه کې یې د څېړنو د ترسره کولو امکانات ځکه نه‌درلودل چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې یې په دغه هېواد کې په فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.

د ناروې د کډوالو شورا: له ایران او پاکستانه راستنې شوې کورنۍ د ژمي لپاره سرپناه ته اړتیا لري

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته زرګونه راستنې شوې کورنۍ په راتلونکي ژمي کې بیړنۍ سرپناه او بشري مرستو ته اړتیا لري، خو اکثرو یې تر اوسه هېڅ ډول بشري مرسته نه ده ترلاسه کړې.

ایګلنډ ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۶ میلیونه کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، ډېری راستانه شوي کسان له لږو امکاناتو یا تش لاس بېرته راغلي او اوس د استوګنې او کار موندلو جدي ستونزې لري.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان مرسته کوونکي هېوادونه هم کم شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ هم په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوالو راستنېدل بې‌ساری بللي دي.

افغان فزیک‌پوه طاهر شاران د کاناډا شاهي ټولنې دایمي غړیتوب ترلاسه کړ

افغان فزیک‌پوه او څېړونکي طاهر شاران د کاناډا د شاهي ټولنې د دایمي یا تل‌عمري غړي په توګه غوره شوی دی.

هغه له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د اتومي انرژۍ د عالي کمېسیون د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

شاران بي‌بي‌سي ته ویلي چې د دې معتبرې ټولنې غړیتوب د افغان کډوالې ټولنې بریا ده او دغه ویاړ یې د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ته ډالۍ کړی دی.

د کاناډا شاهي ټولنې په خپله رسمي معرفي کې شاران د نظري فزیک په څېړنو، علمي رهبرۍ او عامه خدمتونو کې د غوره کارنامې لرونکی ساینس‌پوه بللی دی. په ۲۰۲۶ کال کې یوازې درې فزیک‌پوهان د دې ټولنې غړیتوب ته غوره شوي چې شاران هم پکې شامل دی. د هغه د غړیتوب رسمي مراسم به د نوومبر په میاشت کې د کاناډا په پلازمېنه اوټاوا کې ترسره شي.

ټرمپ: د ایران جګړه به د امریکا له منځ‌پړاوه انتخاباتو وروسته پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ډالاس کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې له ایران سره روانه جګړه به د نوومبر له منځ‌پړاوه انتخاباتو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي.

ده ویلي چې تهران هڅه کوي د امریکا پر انتخاباتو اغېز وکړي.

ټرمپ ویلي، د جګړې د دوام له امله د تېلو بیې لوړې شوې دي او ښايي تر انتخاباتو وروسته بېرته راټیټې شي. نوموړي په داسې حال کې د جګړې د پای خبره کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه لا هم روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د دیپلوماټیکو خبرو د بیا پیل څرک نه لیدل کېږي.

کرزی: د افغان محصلانو پر زده‌کړو محدودیتونه دې سمدستي لرې شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له خوا د طب او غاښونو په پوهنځیو کې د افغان محصلانو د شمولیت د درولو پرېکړه «د ژورې اندېښنې وړ» بللې او له اسلام‌اباد یې غوښتي چې دا پرېکړه سمدستي بېرته واخلي.

کرزي ویلي، تعلیمي او علمي همکاري باید هېڅکله د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو قرباني نه شي. هغه ټینګار کړی چې د افغان ځوانانو زده‌کړې یوه بشري او پرمختیايي موضوع ده او باید له سیمه‌ییزو سیاسي ترینګلتیاوو جلا وساتل شي.

د کرزي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وروسته له دې کړي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې سږ کال افغان محصلان ونه مني او د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب په زده کړو له بوختو افغان محصلانو څخه یې غوښتي چې له پاکستان څخه ووځي. کرزي د هغو پاکستاني سیاسي او مدني فعالانو مننه هم کړې چې د دې پرېکړې مخالفت یې کړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په شمول یو شمېر فعالانو له خپل حکومت څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۱ میلیونه افغانان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي

ریچ موسسې په یوه تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغانان د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، د خوړو ناامنۍ او وچکالۍ له امله په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي دي.

راپور وايي، د جګړې له کمېدو وروسته د خلکو د بې‌ځایه کېدو علتونه بدل شوي او اقتصادي ستونزې او طبیعي پېښې اوس د دې بهیر مهم عوامل دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کورنیو بې‌ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۵.۵ میلیونه و، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۱ میلیونو ته راکم شوی دی.

راپور زیاتوي چې وچکالي، سېلونه او زلزلې د خلکو پر ژوند او عوایدو فشار زیاتوي. د ۲۰۲۵ کال د اپرېل او دسمبر ترمنځ شاوخوا ۶۷۵ زره کسان د اقلیمي شرایطو له امله له افغانستانه هم وتلي دي.

ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله خپلو اصلي سیمو ته د بېرته ستنېدو توان نه لري.

هلو ټرسټ: افغانستان کې د خوشه‌‌یي مهماتو د پاکولو عملیات ګواښ سره مخ دي

ارشیف، افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر
ارشیف، افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر

د ماین پاکۍ «هېلو ټرسټ» مؤسسه وايي، د نړیوالو بودجو کمښت په افغانستان کې د خوشه‌‌یي مهماتو د پاکولو مهم عملیات له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د «۲۰۲۶ کال د خوشه‌یي مهماتو د څارنې» د راپور له مخې چې دغې مؤسسې د سې شنبې په ورځ «د وږې په ۱۷مه» خپور کړی، دغو مهماتو افغانستان او څو نور هېوادونه لکه اوکراین، سوریه او میانمار کې په ۲۰۲۵ کال کې نوي قربانیان رامنځته کړي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د نړیوالو بودجو کمېدو او بندېدو له دغو مهماتو څخه د ځمکو د پاکولو پروګرامونه نه‌یوازې په افغانستان، بلکې په موریتانیا او سومالیا کې هم د درېدلو تر کچې رسولي دي.

د خوشه‌یي مهماتو کارول د ۲۰۰۸ کال د نړیوالو تړونونو له مخې په رسمي ډول منع شوي، خو د دغو وسلو پاته شونو یوازې تېر کال په ټوله نړۍ کې له زرو څخه د ډېرو ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

د «هېلو ټرسټ» په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د ثبت شویو ټولو قربانیانو ۸۷ سلنه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان و، خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر یې تر دې هم ډېر وي.

خوشه‌یي مهمات چې له ځمکې یا هوا څخه توغول کېږي، په پراخه سیمه کې د ګڼ شمېر کوچنیو بمونو په خپرولو سره، ډېر خطرناک پاتې شوني پر ځای پرېږدي.

د دغو کوچنیو مهماتو له ۱۰ تر ۴۰ سلنې پورې په لومړي ځل نه‌چاودېږي، بلکې په کروندو، ځنګلونو، سړکونو او ښوونځیو کې خپرېږي او حتی لسیزې وروسته، کله چې پرې فشار راشي، چاودنه کوي.

د بشري حقونو څار بنسټ خبرداری؛ افغان نجونې او ښځې لاهم له حقوقو محرومې دي

ارشیف، د افغانستان په بدخشان ولایت کې د یوې مېرمنې شاوخوا یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، د افغانستان په بدخشان ولایت کې د یوې مېرمنې شاوخوا یو شمېر وسله‌وال طالبان

د بشري حقوقو د څار سازمان وايي افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو ۵ کلونو کې نجونې او ښځې په سیستماتیکه توګه له خپلو حقوقو محرومې شوي او خبریالان او فعالان هم له ځورونې او فشار سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د یاد سازمان چارواکې فرشته عباسي په خپل وېډیو پیغام کې د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) یې په اکس شبکه کې خپور کړی وايي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو مأموریت باید تمدید شي، د محاسبې نوی مېکانیزم باید تمویل او افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول باید ودرول شي.

مېرمن عباسي زیاتوي چې موده کېږي چې د زورزیاتي قربانیان او خپلوان‌یې د حقیقت د روښانېدو، عدالت او د زیانونو د جبران په تمه دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زده‌کړو او تحصیلاتو بندیز لګولی دی.

دغه‌راز په دولتي ادارو کې د ښځو کار محدود او په غیر دولتي مؤسسو کې د دوی کار منع شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG