خبرونه
زیلنسکي: له ډونالډ ټرمپ سره د مهمې کتنې پلان لرم
د اوکراین ولسمشر وايي چې په لنډ وخت کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ده د کتلو پلان جوړ شوی دی.
ولودیمیر زیلنسکي پرون (پنجشنبې) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کتنه د کيیف او مسکو ترمنځ د سولې د هوکړې د ترلاسه کولو په هڅو کې مهم رول لرلی شي.
ده، په خپل پیغام کې، چې أه ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړی، همداراز لیکلي، دا پرېکړه د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا د منشي، رستم عمروف، له هغه راپور وروسته شوې چې پکې له امریکايي چارواکو سره د وروستیو اړیکو په اړه معلومات ورکړل شوي وو.
سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. خو ځینو سرچینو کییف پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې ښايي زیلنسکي د ډسمبر له ۲۸مې (د مرغومي اوومه) څخه د حساسو خبرو لپاره د فلوریدا ایالت او د مارالاګو استوګنځي ته سفر وکړي.
دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې زیلنسکي د ډونالډ ټرمپ له استازو، سټیو ویتکاف او جراد کوشنر، سره د ټیلیفوني تماس خبر ورکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره وايي د کندهار او کابل طالبان څه توپیر نه لري؛ افغان ښځې له سختو بشري سرغړونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې مشرې انالینا بربوک په افغانستان کې له کار او زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت د بشري حقونو تر ټولو کلکه سرغړونه وبلله.
هغې نن دوشنبه په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱ ناستې ته خپله وینا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په موضوع پیل کړه.
بربوک تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وه. هغې د وزارت پر مهال هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض په تړاو خپل غږ پورته کړی وو.
اغلې بربوک دغو بشري حقونو سرغړونو ته په پام چې د دې په خبره ځینې یې جنسیتي اپارتاید بولي نړیوالې ټولنې ته د طالبانو په وړاندې د نرم چلند خبرداری ورکړ.
اغلې بربوک وویل هغه تصور چې د کندهار د طالبانو په پرتله د کابل ډله معتدله دي ناسم ختلی دی.
د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې همداراز وویل دوی په دې بحثونه کوي چې څنګه افغانستان کې اړمنو ته بشري مرستې ورسوي دې ته په پام چې د ملګرو ملتونو د دفاترو په ګډون افغان ښځې له کار کولو منع شوي دي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان پر ضد شکایت ثبت کړی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي چې پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو یې امنیت شورا ته خپل رسمي شکایت وسپاره.
د دې استازولۍ مشر نصیراحمدفایق دوشنبه سهار په خپله ایکس پاڼه په بیان کې لیکلي چې: «موږ د دغو سرغړونو د سمدستي بندېدو او څېړنې، حساب ورکولو، د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمنتیا، او د نړیوالو قوانینو بشپړ رعایت غوښتنه کوو.»
د فایق په خبره د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وګړي وژل شوي.
د شنبې ماخوستن ناوخته د پاکستان جټ الوتکو په ننګرهار او پکتیکا کې یو شمېر سیمې بمبار کړې.
د ننګرهار په بهسودو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ اتلس کسان وژل شوي.
اخوا د پآکستان د پوځ مطبوعاتو ادارې ای اس پي ار نن په یوه بیان کې بیا لیکلي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغو وسله والو په ځپلو کې پاتې راغلی چې د دوی په ادعا له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه پلان او ترسره کوي.
ای اس پي ار زیاته کړې چې د پاکستان پوځ به د دغو وسله والو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی چې د پاکستان په څېر دوی ملکیان هدف نه شي ګرځولی بلکې پاکستاني پوځیان به په نښه کړي:
"د دغو بریدونو په ځواب کې پاکستاني پوځیان په نښه کړو".
ښاغلي مجاهد دا خبره د یکشنبې په ورځ له اریانا نیوز سره په یوې مرکه کې کړې ده.
د پوهني وزارت؛ د پاکستان په بریدونو کې اته زده کوونکي وژل شوي
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، د ننګرهار په بهسود کې والسولۍ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې اته زده کوونکي وژل شوي دي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، وژل شویو کې پنځه هلکان او درې نجونې شاملې دي.
د اعلامیې په ټکو، د پکتیکا په برمل والسولۍ کې د پاکستان د پوځ په بریدونو کې د مدرسې یو بل زده کوونکی ټپي شوی دی.
پاکستاني پوځ د یکشنبې په ورځ په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.
د ننګرهار د امنې قومندانۍ ویاند ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي، "د پاکستاني پوځ په بریدونو کې په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۸غړي وژل شوي دي".
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،"په دغو هوايي بریدونو کې يې د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې ۷ غړي وژلي دي".
خو طالبان وايي،" په هوايي بریدونو کې په نښه شوي او وژل شوي کسان ټول ملکیان دي".
دعمان د بهرنیو چارو وزیر؛د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو دریم پړاو د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې پیلږي
د عمان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې پیلږي.
بدرالبوسعیدي پرون یکشنبه ماښام پر خپلې ایکس پاڼې ولیکي،"خوشاله یمه چې تاییدوم چې ایران او امریکا د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې خبرو ته کېني، دا خبرې د توافق د ترلاسه کیدو لپاره یو بل مثبت ګام دی".
بل پلو، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکايي سی بي اس خبري شبکې سره په مرکه ویلي،" د دې احتمال شته چې د پنجشبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف سره په جینوا کې دریم پړاو خبرې پیل کړو".
د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو په عمان او دویم پړاو يې د تیرې سه شنبې په ورځ په جینوا کې ترسره شو.
د عمان د بهرنیو چارو د وزیر له اعلان مخکې د اکسوس په نوم یوې امریکايي ویب پاڼې د یوه امریکايي لوړ پوړي چارواکي په حواله ویلي،" که ایران په راتلونکو ۴۸ساعتونو کې د خپل اټومي پروګرام په اړه امریکا ته یوه تفصیلي طرحه وړاندې کړي د دې احتمال شته چې د خبرو اترو دریم پړاو په جینوا کې د جمعې په ورځ ترسره شي".
هغه ۲۱کلن ځوان وژل شوی چې غوښتل يې په مارالاګو کې د ټرمپ استوګنځای ته داخل شي
په امریکا کې د قانون د تنفیذ چارواکي وايي، هغه سړی يې په ډزو وژلی چې غوښتل يې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مارالاګو استوګنځای ته په غیرقانوني توګه ننوزي.
رویترز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي،"دغه کس استین تاکر مارتین نومیږي او ۲۱کلن دی".
د رویترز په ټکو، تاکر چې د شمالي کارولینا څخه دی، د یکشنبې په غرمه يې غوښتل د فلوراید ایالت په پالم بیج کې د ولسمشر ټرمپ استګنځای ته داخل شي.
هغه مهال ټرمپ په واشنګټن کې و.
تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده او د پېښه په اړه څیړنې روانې دي.
له دې وړاندې په ۲۰۲۴کال کې دوه ځلې پر ولسمشر ټرمپ د ورته بریدونو هڅه شوې وه.
د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن زیمبابوه او ویسټ انډیز لوبډلې سیالۍ لري
د کرکټ په روان نړیوال شل اووریز جام کې نن دوشنبې زیمبابوه او ویسټ انډیز لوبډلې سیالۍ لري.
دغه لوبه د کابل په وخت د ماښام ۶ بجې پیلږي.
په دغه نړیوال شل اووریز جام کې پرون یکشنبې انګلستان د ۵۱منډو په توپیر سریلانکا او سویلي افریقا۷۶منډو په توپیر هند ته ماتې ورکړه.
هند او سریلانکا د سږکال د شل اووریز نړیوال جام کوربه هېوادونه دي.
جاپان اړمنو افغانانو سره د څلورو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي، "جاپان اړمنو افغانانو سره د څلورو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده".
دغه پروګرام د یکشنبې د (فبرورۍ۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"دغه بشري مرستې به په راتلونکو ۱۲میاشتو کې پر۸۰زره اړمنو افغانانو وویشل شي".
د ډبلیو ایف پي په ټکو، ۳۰زره خوارځواکې میندې او ماشومان به هم د ژوند ژغورنې دغه مرستې ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په روان کال کې نژدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن دي.
بادغیس کې خونړۍ ترافیکي پېښه، ۹ تنه مړه او ۳۵ ژوبل دي
په بادغیس کې په یوه ترافیکي پیښه کې نهه کسان مړه شوي دي.
په بادغیس کې د طالبانو امنیه قومانداني په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پیښه نن یکشنبه ( د کب ۳مه) له غرمې مخکې د قلعه نو ښار په سبزک سیمه کې رامنځته شوې.
د اعلامیې له مخې، د هرات څخه بادغیس ته روان یو ۳۰۳ مسافر وړونکی بس له سړک څخه ووت، چې له امله یې نهه مسافر مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.
د دوی په وینا، ښځې او ماشومان په قربانیانو کې شامل دي، او د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.
د شنبې په ورځ، د بدخشان ولایت په تاشکان ولسوالۍ کې د سیند په غاړه د موټر د چپه کیدو له امله پنځه کسان مړه شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) په دې وروستیو کې ترافیکي پیښې د مخنیوي وړ ناورین او په افغانستان کې د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه بللې دي.
پر کیف د روسیې تازه برید، یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي
پر اوکراین د روسیې په تازه هوایي برید کې یو تن وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون ۸ تنه ټپان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن یکشنبه ( د کب ۳مه) ویلي، پر کیف د دغه برید اصلي هدف د انرژۍ تاسیسات وو.
هغه ویلي چې تیره شپه روسیې پر اوکراین ۳ سوه ډرون وسلې او ۵۰ توغندي توغولي دي.
زلنسي ویلي، مسکو دا مهال د ډيپلوماسۍ پر ځای پر جګړې ډېره پانګونه کوي.
د امریکا په نوښت په اوکراین کې د روسیې د جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي، خو تراوسه یې عملي پایله نه ده ورکړې.
جاپان د افغانستان د بیارغونې صندق ته نژدې ۳ میلیارده ډالر ورکړل
په کابل کې د جاپان سفارت وایي، د اړمنو افغانانو د لاسنیوي لپاره یې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته دوه اعشاریه ۸ میلیونه ډالر ورکړي دي.
دغه سفارت نن یکشنبه ( د کب ۳مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې همکارۍ هوکړه یې له نړیوال بانک سره لاسلیک کړه.
وړاندې راغلي چې دا پیسې به د د اړمنو ښځو او ځوانانو په ګډون د زیانګالو افغانانو د ژوند په ښه والي ولګول شي.
دا مرسته داسې مهال کیږي چې د خوړو نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل چې په افغانستان کې د لوږې کچه ګواښونکي حالت کې ده.