د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د مالیې وزارت: ازبکستان پر افغان سوداګریزو توکو د ټرانزیت حق ۵۰ فیصده کم کړی


د افغانستان د ماليې وزارت وايي، ازبکستان له دغه هېواد څخه پر تېرېدونکو افغان سوداګریزو توکو د ټرانزیت حق ۵۰ فیصده کم کړی دی.

ازبکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني له سفر نه څه باندې یوه نیمه میاشت وروسته هغه هېواد افغان سوداګرو ته د ځانګړو ټرانزیتي تسهیلاتو ډاډ ورکړی دی.

د ماليې وزیر اکلیل حکیمي وايي، تاشکند د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړه‌لیکونو عملي کېدو ته لېواله دی او تر هغې چې د داوړو هېوادونو ترمنځ د رېل ګاډي پټلۍ غځېږي هغه هېواد پر افغاني مالونو ټرانزیت نیم کړی دی.

اکلیل حکیمي
اکلیل حکیمي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د جمهور رئیس په سفر کې د ټرانزیت او سوداګرۍ موافقه‌لیک لاسلیک کړی وو او اوس وپتېل شوه چې موږ د دوست هېواد له امکاناتو استفاده وکړو، دوی سخاوتمندانه زموږ لپاره د ټرانزیت نرخ نیم کړی چې ورڅخه استفاده وکړو او زموږ د سوداګرو مالونه په کم وخت کې ورسېږي."

ولسمشر محمد اشرف غني نږدې دوه میاشتې وړاندې ازبکستان ته د سفر پر مهال له هغه هېواد سره د ټرانزیت، سوداګرۍ، ګډې پانګونې، کرنې، روغتیا، ټرانسپورت او نورو برخو کې ۲۱ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ازبکستان د صدراعظم مرستیال او د ماليي وزیر کابل ته راغلل او دواړو لورو د دغو هوکړه‌لیکونو د عملي کېدو پر څرنګوالي او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

له دې لیدنو وروسته د افغانستان د ماليې وزیر وویل چې دا وخت د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونو د یو شمېر پروژو او ځینو هوکړه‌لیکونو عملي کېدو ته جدي کار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان دا وخت د اړتیا وړ شااوخوا ۹۰ سلنه مواد له نورو هېوادونو واردوي، خو د صادراتو اندازه‌یې بیا ۱۰ سلنه ده.

له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، افغانستان له دې وړاندې له ازبکستان سره ورته اړیکې نه‌لرلې او وايي، دا ټرانزيتي اسانتیاوې به د افغانستان پر صادراتو مثتبې اغېزې وکړي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې له دې کار سره به د روسيې، منځنۍ اسیا او چین سره د افغانستان سوداګري غښتلې شي.

خان جان الکوزی.
خان جان الکوزی.

نوموړي زیاته کړه:

"تر اوسه پورې د ازبکستان هېواد له موږ سره داسې اړیکې نه‌لرلې او دا به موږ ته د دې فرصت راکړي چې له چین، مسکو او منځنۍ اسیا سره زموږ صادرات زیات شي، هغه کانټینرونه چې مخکې به له دغو هېوادونو ډک راتلل له دې خوا به خالي تلل ځکه په دې برخه کې کوم پروتوکول نه‌وو اوس به ان‌شاءالله دا کانټینرونه له دې خوا هم ډک ځي."

دی وايي، ازبکستان له افغانستان سره ښې سوداګرۍ ته لېواله دی او دوی د دې اقدام هرکلی کوي.

ښاغلی الکوزی وايي، له دې ټرانزیتي سهولتونو سره به افغان سوداګر وکولای شي اسانه او ارزانه وچې او تازه مېوې، کرنیز توکي، د مرمرو او کرومېټ ډبرې او نور مواد په قانوني ډول ولېږدوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG