د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۳

برښنا شرکت: ډېر ژر به د افغانستان ۴ ولایتونو ته د ترکمنستان د برښنا جریان عادي شي


د افغانستان برښنا شرکت ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به په فاریاب، سرپل، جوزجان او هرات ولایتونو کې د ترکمنستان د برښنا جریان فعال شي.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، ترکمنستان غواړي د ۲۰۱۸ میلادي کال په پیلېدو سره د خپلې برښنا د یو کېلو ولټ بیه چې پخوا دوه امریکايي سنټه وه، څلورو سڼتو ته پورته کړي.

د افغانستان د برښنا شرکت عملیاتي رئیس عبدالوکیل ناصري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» ازادي راډیو ته وویل چې په سرپل، فاریاب، جوزجان او هرات ولایتونو کې د ترکمنستان برښنا په موقته توګه فعاله شوې او نن سې شنبه به ترکمنستان ته د یو پلاوي په سفر سره دغې ستونزې ته د هواري لار ولټول شي.

ناصري: د برښنا دغه مسئله مؤقتي ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د برېښنا دغه مسئله مؤقتي ده، زموږ رئیس عشق‌اباد ته روان دی او دغه ستونزه به هواره کړي، حکومت د درې وزارتونو نه جوړ یو پلاوی چې د برښنا د بورډ مسؤلیت لري ټاکلی، دوی هغه هېواد ته بېړنی سفر کوي او ۱۰۰ په ۱۰۰ کې دا هیله موجوده ده چې یاده ستونزه هواره شي."

ښاغلي ناصري وویل، د ترکمنستان د برښنا له بندېدو څو ورځې مخکې افغان پلاوي د ترکمنستان له مسؤلینو سره د برښنا د بیو لوړېدل نه‌وو منلي چې له همدې امله، ترکمنستان په ناڅاپي توګه د افغانستان پر څو ولایتونو خپله برښنا بنده کړه.

ښاغلي ناصري دا هم وویل چې د ترکمنستان له مسؤلینو سره په لومړنیو ټیلیفوني خبرو کې هغه هېواد «ترکمنستان» حاضر شو چې د یوې میاشتې لپاره په مؤقتي توګه افغانستان ته د خپلې برښنا لېږد جاري وساتي.

د ترکمنستان برښنا د فاریاب ولایت د اقینې له بندره، فاریاب، سرپل، جوزجان او هرات ولایتونو ته تېرېږي.

عزیزي: هیله ده د برښنا بېرته وصل کېدل دوامداره وي.

د جوزجان والي مولوي لطف‌الله عزیزي ازادي راډیو ته وویل، که د ترکمنستان د برښنا جریان بېرته عادي حالت ته راونه‌ګرځي، د جوزجان، سرپل، فاریاب او هرات ولایتونو د خلکو ورځنی ژوند او صنعتي فعالیتونه به له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ترکمنستان د برښنا بندېدو د شبرغان د ښار او ولسوالیو اوسېدونکو ته ستونزې رامنځته کړي، هیله ده د برښنا بېرته وصل کېدل دوامداره وي. دلته فابریکې هم شته لکه جرق دق او خواجه ګوګردک چې په برښنا چلېږي او که برښنا نه‌وي ډېری کارګران به‌یې اوزګار شي."

افغانستان اوس څه باندې ۱۲۰۰ کېلو واټه برېښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران نه واردوي، حال دا چې برښنا ته د دغه هېواد اړتیا څه باندې اووه زره کېلو واټه ده.

د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دغه هېواد شااوخوا ۹۰ فیصده برښنا وارداتي ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG