د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

غني: جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې د انرژۍ لېږد ته جدي کار کېږي


افغان حکومت وايي چې له منځنۍ اسیا جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې د انرژۍ لېږد ته جدي کار کېږي چې افغانستان ترې ډېره ګټه اخیستلای شي.

افغان چارواکو او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د انرژۍ په یو لړ مهمو پروژو خبرې اترې کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له ترکمنستانه د برېښنا د لېږد په اړه جدي کار روان دی او هڅه دا ده چې له منځنۍ اسیا جنوبي اسیا ته ۱۵ زره میګاواټه برېښنا ولېږدول شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د ترکمنستان له لارې تورغونډۍ او بیا سپین بولدک ته د برېښنا په لېږد جدي کار روان دی، موږ په دې اړه نن هم د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې او په دې اړه زموږ بنسټیزه طرحه دا ده چې غواړو له منځنۍ اسیا جنوبي اسیا ته ۱۵ زره میګاواټه برېښنا ولېږدوو."

ښاغلي غني د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۸ مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ارګ کې وکتل او بیا یې د کابل د بادام باغ په سیمه کې د کورنیو تولیداتو په یوه نندراتون کې دې موضوع ته اشاره وکړه.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د شنبې په ورځ په یوه یو ورځيني سفر له افغان چارواکو سره د لیدو کتو په خاطر کابل ته راغلی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه سفر اصلي هدف په افغانستان کې د ټاپي پروژې د لومړنیو کارونو څېړنه ده.

دی وايي چې د ټاپي د ګاز لیکه د افغانستان تر پولو رسېدلې او ټاکل شوې د راتلونکې فبرورۍ په میاشت کې د ترکمنستان جمهور رئیس افغانستان ته د دغې پروژې د پرانيستې په خاطر سفر وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر او د اقتصادي چارو کارپوه محمد امین فرهنګ وايي چې د ټاپي په نوم د ګازو او د ۱۵ زره میګاواټه برېښنا پروژې له منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته انرژی د لېږد سترې پروژې دي.

ښاغلي فرهنګ ازادي راډيو ته وویل چې که سیاسي او امنیتي وضعیت دا پروژې زیانمنې نه کړي، د سیمې سترې پروژې افغانستان په تولیدي هېواد بدلولای شي.

محمد امین فرهنګ
محمد امین فرهنګ

ښاغلي فرهنګ وویل:

"افغانستان نه یوازې د انرژۍ له دغو سرچینو استفاده کولای شي، بلکې کولای شي په افغانستان کې تولیدي صنایعو ته پراختیا ورکړي او زموږ اقتصادي بیلانس مثبت لوري ته بوځي، دا ډېرې مهمې پروژې دي."

له دې ډلې د ټاپي پروژه پوره یو کال وړاندې د تېر ډسمبر په میاشت کې پرانيستل شوه او ټاکل شوې چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته ګاز ولېږدوي.

ترکمن چارواکو ویلي چې دا ګاز لیکه په کال کې د ۳۳ ميلیارده متر مکعب ګاز د لېږدلو توان لري او ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې بشپړه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG