د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د افغانستان بهرنی سیاست مهمه لاسته راوړنه یا د هېوادونو ترمنځ د سیالیو قرباني!؟


افغان حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د بهرنۍ پالېسۍ په برخه کې د حکومت د لویو پرمختګونو خبره کوي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په بهرنیو پالېسیو کې د پراخو لاسته راوړنو خبره کوي، خو د چارو کتونکي دغه پالېسۍ تر یوه حده د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د سیالیو قرباني بولي.

د افغانستان جمهوري ریاست ادعا کوي چې په ۲۰۱۷ کال کې دوی توانېدلي چې له نړیوالو هېوادونو سره پیاوړې اړیکې جوړې کړي او په وینا يې، د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتېژۍ اعلان او په دې ستراتېژۍ کې د وړاندیزونو شاملول د افغانستان د بهرني سیاست له لویو لاسته راوړنو څخه دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل:

"تېر کال افغان حکومت په خپل بهرني سیاست کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، په ځانګړې توګه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو په نوې ستراتېژۍ کې د افغانستان د وړاندیزونو شاملول او له افغانستان سره د ناټو د مرستو زیاتېدل له مهمو لاسته راوړنو څخه دي."

ښاغلي ازاد وویل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستې، د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، د اقتصادي څلور لارې په توګه د افغانستان بدلون، هند سره د مستقیمې او هوایي سوداګرۍ پیل، د پوځي مرستو زیاتوالی، د پاکستان منزوي کېدل او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ د توازن ساتل په بهرني سیاست کې له مهمو پرمختګونو څخه وو.

همداراز په همدغه کال کې د مهمو غونډو شاهدان وو لکه؛ د کابل پروسه، وارسا، بروکسل چې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ په ګوته کوي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې همدارنګه د ریکا او د اسیا زړه یا د استانبول پروسې غونډې هم تر سره شوې.

ولسمشر غني په ۲۰۱۷ میلادي کال کې متحده ایالاتو، اندونیزیا، ترکیې، ایران، ازبکستان، اذربایجان، هند، متحده عربي اماراتو، ترکمنستان او ځیني نورو هېوادونو ته سفرونه لرل.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه سفرونه له لاسته راوړنو ډک بولي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالغفار اخلاص صیغاني په دې باور دی چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان بهرنی سیاست تر یوه حده د بېلابېلو هېوادونو د سیالیو قرباني و.

نوموړي زیاته کړه:

"په ۲۰۱۷ کال کې افغان حکومت په بهرني سیاست کې د توازن بېلګه مطرح کړه، کوم چې یو شمېر ستونزې یې هم لرلې، کله چې موږ هندوستان ته نږدې شو، د پاکستان جذبات راڅرګند شول او په نړیواله کچه د روسیې اقداماتو شاهدان وو."

په داسې حال کې چې د افغانستان اجرائیه ریاست په بهرني سیاست کې له مهمو پرمختګونو یادونه کوي، خو دا هم تأيیدوي چې په دغه کال کې له پاکستان سره بهرنیو پالېسیو کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي په دې اړه وايي:

"د ملي یووالي حکومت په ۲۰۱۷ کال کې ښې سیمه‌ییزې او نړیوالې لاسته راوړنې درلودې، خو په دغه کال کې پاکستان سره په بهرنیو پالېسیو کې کوم بدلون نه‌دی راغلی."

همدارنګه په ۲۰۱۷ کال کې له افغانستان سره د ایران او روسیې اړیکې له لوړو او ژورو سره مخ وې.

د اوبو کارول، سوریې ته د افغانانو استول او له افغان طالبانو څخه د ایران ملاتړ د دغو هېوادونو ترمنځ له مهمو موضوعاتو څخه وو.

پر دې سربېره، د روسیې له لوري وسله‌والو طالبانو سره پوځي مرستې او په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د روسیې اندېښنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بحث وړ مسایل وو.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، دوى په دې توانېدلي چې په خپلې بهرنۍ تگلاره کې د هېوادونو ترمنځ انډول وساتي.

خو د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال صغبت احمد ومنله چې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو په وړاندې د افغانستان په بهرني سياست کې ننګونې شته.

له دې ټولو سره د ولسي جرګې د نړیوالو اړېکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، افغانستان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د یو شمېر ښکېلو نړیوالو هېوادونو له سیاستونو اغېزمن و.

د ولسي جرګې غړی داود کلکاني
د ولسي جرګې غړی داود کلکاني

د دغه کمېسیون یوه غړي داود کلکاني په دې اړه وویل:

"د ایران ستونزې، د متحده ایالاتو، ایران، سعودي عربستان، هند او پاکستان، چین او هند او د افغانستان په سیاست کې د روسیې ستونزې خپلې اغېزې درلودې او حکومت نه‌شي کولای چې ټولې خواوې سره یوځای کړي."

ښاغلی کلکاني وړاندیز کوي چې د هېواد بهرني د سیاست د بریالیتوب لپاره اړتیا ده چې د کورني سیاست یوه اجماع رامنځته شي، کنه کورنی سياست به د پولې هاخوا د متقابلو عملونو په اړه مستقیم اغېز ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG