د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

بهرنیو چارو وزارت: د ریکا په اوومه غونډه کې تمرکز پر مهمو پروژو دی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمه ‌ییزو اقتصادي همکاریو یا ریکا په ۷ مه غونډه کې عمده تمرکز په هغو لویو پروژو دی چې د افغانستان او سیمې لپاره مهمې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی هڅه کوي چې د سیمه ‌ییزو اقتصادي همکاریو یا ریکا په ۷ مه ناسته کې هغه پروژې انتخاب شي، کومې چې د حکومت لومړیتوبونه دي او تر راتلونکو دوو کلونو پورې به عملي شي.

د دغه وزارت د اقتصادي برخې مرستیالې عادلې راز دا خبرې د شنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له استازو سره د ریکا اووم کنفرانس د چمتووالي د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې، رسنیو ته وکړې.

اغلې راز زیاته کړه:

"په دې کنفرانس کې یو عمده تمرکز په لومړیتوب لرونکو پروژو باندې دی چې د افغانستان او منطقې لپاره مهمې دي، دا پروژې د انرژي، د ډیجیټل، سړک جوړولو، ټرانزیټ او د تجارت په برخو کې دي، سږ کال مونږ داشان نور پروګرامونه هم له ریکا سره یو ځای کړي، یو له هغو څخه د سوداګرو ښځو ملاتړ دی چې دوی څنګه کولی شي، د اروپا او سیمې مارکېټ ته لار پیدا کړي."

د ریکا اوومه ناسته سږ کال د نومبر په ۱۴ مه او ۱۵ مه د ترکمنستان په مرکز عشق‌ اباد کې جوړېږي.

د ریکا غونډه چې د افغانستان په مالکیت او محوریت جوړېږي، د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ اجنډا تعقیبوي.

دا غونډه تېر میلادي کال په کابل کې جوړه شوې وه او د ورېښمو د لار په بیا جوړېدو په‎ کې ټینګار شوی و.

په غونډه کې ولسمشرغني افغان حکومت د سترو اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره ژمن بللی و او ویلي و چې د دغه سترو اقتصادي پروژو په عملي کېدلو سره به یې ګټې د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.

د اقتصادي همکاریو لپاره د غونډو دا پروسه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې پیل شوې او تر اوسه ‌یې په اسلام‌اباد، نوي ډهلي، دوشنبې او کابل کې ناستې کړې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کار پوهان هم، ریکا غونډې ته خوشبینه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د اقتصادي ودې د پرمختګ لپاره دا ډول غونډو ته اړتیا ده، مونږ ترې هرکلی کوو، دا یو مثبت ګام دی، اړتیا ده چې په بیلابیلو برخو کې لکه ټرانزیټ،د برېښنا د تولید او نورو اړخونو کې اقدامات وشي، خو په یو شرط چې دا ژمنې عملي بڼه پیدا کړي او یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نشي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمې هېوادونو د ریکا اوومې غونډې لپاره خپل پلانونه له افغان حکومت سره شریک کړي او د افغانستان د اقتصادي تګلارې د عملي کېدلو په برخه کې یې د مرستې او همکارۍ ژمنې کړې دي.

د اقتصادي چارو څېړونکی سید قیاس سعیدي وايي، حکومت ته په کارده چې له دې فرصته په استفادې یو وار بیا افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام را وګرځوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG