د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

کرزی: د سیمې اقتصادي وده د افغانستان د بهرني سیاست مهمه برخه ده


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل او اورمچي ترمنځ مستقیم پروازونه او د اورګاډي پټلۍ غځېدل د وریښمو لار پروژې د بشپړېدو برخه کې ښې بیلګې بولي او وايي چې د دې لارې په جوړېدو سره به د سیمې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه لا زیاته شي.

د دغه وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي چې د چهارشنبې په ورځ يې د چین او افغانستان د استازو ترمنځ د [یو کمربند- یو سړک] تر نامه لاندې یو ورځني سیمنار کې خبرې کولې وویل چې د سیمې اقتصادي وده د افغانستان د بهرني سیاست یوه مهمه برخه ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی

ښاغلي کرزي زیاته کړه:

"زه غواړم بیا دا واضح کړم چې د سیمې په کچه اقتصادي همکاري زموږ د بهرنۍ پالیسۍ مهم اصل دی او افغانستان له خپله اړخه د سیمې له هېوادونو سره د خپل مرکزي موقعیت ګټې د شریکولو لپاره ژمن دی."

ښاغلي کرزي وویل، د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په کتو دا هېواد کولای شي چې د سیمې د هېوادونو د نښلېدو برخه کې مهم رول ولري.

د نوموړي په خبره د وریښمو لار په جوړېدو سره به چین د افغانستان او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ونښلي او دا به د سیمي د اقتصاد د غوړېدا لامل شي.

هغه دا هم وویل چې د افغانستان او چین د استازو ترمنځ دا ناسته د ریکا د تېرو کنفرانسونو په دوام ترسره کېږي چې مثبتې پایلې به ولري.

د ریکا غونډه چې د افغانستان په مالکیت او محوریت جوړېږي د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ اجنډا تعقیبوي.

دا غونډه تېر میلادي کال کابل کې جوړه شوې وه او د ورېښمو لار په بیا جوړېدو په‎کې ټینګار شوی و.

په دې غونډه کې ولسمشرغني افغان حکومت د سترو اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره ژمن بللی و او ویلي و چې د دغه سترو اقتصادي پروژو په ترسره کېدو سره د سیمې ټول هېوادونه ګټه کوي.

ولسمشر اشرف غني دا هم ویلي و چې په افغانستان او سیمه کې پراخ اقتصادي فرصتونه شته او له دغو فرصتونو څخه باید د یوه ګډ راتلونکي د جوړولو لپاره استفاده وشي.

د اقتصادي همکاریو لپاره د غونډو دا پروسه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې پیل شوې او تر اوسه ‌یې په اسلام‌اباد، نوي ډېلي، دوشنبې او کابل کې ناستې کړي.

د دغه سیمنار جریان کې کابل کې د چین سفیر "یو جينګ" افغانستان د جغرافیايي موقعیت له مخې یو سټراټيژیک اقتصادي هېواد وباله او ويې ویل چې بیجینګ له دغه هېواد سره په اقتصادي برخه کې ګډ کار کوي.

کابل کې د چین سفیر یو جينګ
کابل کې د چین سفیر یو جينګ

نوموړی وايي:

"چین او افغانستان کولای شي چې ډېرو برخو کې ګډ کار وکړي ځکه چې موږ ګډ اهداف لرو او همدا د دې سیمنار د جوړېدو اصلي هدف دی."

ښاغلي یو جېنګ وویل، هېواد يې ژمن دی چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې په ګډه کار وکړي او دغه همکاري به د سیمې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یوه ښه پيلامه وي.

راپور : اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG