د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

۱۳۹۵ کال کې د افغان حکومت بهرني سیاست کې لوړې او ژورې


په ۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان ملي وحدت حکومت بهرنی سیاست له یو لړ لوړو او ژورو سره مل و.

د ولسي جرګې ځيني غړي او د نړیوالو اړېکو یو شمېر شننونکي وایي، د ملي وحدت حکومت په خپل بهرني سیاست کې له ثبات او لازمو ظرفیتونو څخه برخمن نه‌و.

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ملي یووالي حکومت په بهرني سیاست کې د ځینو پرمختګونو تر څنګ له پاکستان سره د کړکېچنو اړیکو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ و.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، په همدې کال کې د ملي وحدت حکومت د خپل بهرني سیاست په برخه کې د یوه روښانه پروګرام له نشتوالي سره مخامخ و.

د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یوه غړي جعفر مهدوي ازادي راډیو ته وویل چې په دې موده کې د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه يوازې د غبرګون سلوک درلوده.

نوموړي زیاته کړه:

"د بهرني سیاست د لرلو لپاره عملاً په افغان حکومت کې اراده موجوده نه‌ده او نه‌هم داسې شرایط لري چې وکولای شي يو خپلواک بهرنی سیاست ولري، ټول کړه وړه چې د بهرنۍ پالېسۍ او یا د بهرنۍ ډیپلوماسۍ تر عنوان لاندې دي ټول د غبرګون یو ډول چلند دی چې په حقیقت کې نه‌شو کولای ورته د بهرني سیاست نوم ورکړو."

دا په داسې داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نېږدې دونیم کاله وړاندې د لوړې په مراسمو کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې په پنځو کټګوریو کې وېشلې وې.

په دغو پنځو ګټګوریو کې د ګاونډیو هېوادونو، اسلامي هېوادونو، د سترو مرستندويه هېوادونو، اسیايي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو اړیکې شاملې وې.

خو د نوي ملي جبهې په نوم د حکومت سیاسي اپوزېسیون وایي، د ملي وحدت حکومت روښانه بهرنۍ پالېسي نه‌درلوده او په دې برخه کې پاتې راغلی.

د دغې جبهې مشر انوارالحق احدي ازادي راډيو ته وویل چې په دې لړ کې یو هم له پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو سره نا متوازنې اړیکې دي.

انوارالحق احدي.
انوارالحق احدي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت په خپل بهرني سیاست کې پاتې راغلی، څرګنده بېلګه‌یې له پاکستان سره اړېکې دي، په سر کې د حکومت ستراتیژي داسې وه چې له پاکستان سره نېکې اړېکې ولري چې هغه پالېسي ناکامه شوه او اوس په یوه بل لوري ځي چې زما په نظر دا یو ناکام سیاست دی، له ایران سره ورته کار دی، له روسانو سره په اړیکو کې ناکام دي، داسې په نظر کې راځي چې چین هم ډېر د دغه حکومت پلوي نه‌کوي."

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې چې پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې صادقانه همکاري ونه‌کړه او افغان حکومت په ناهیلۍ د نورو لارو چارو په لټه کې شو.

د افغانستان حکومت تل پاکستان د افغانستان په نا امنیو کې ښکېل بللی او همدارنګه په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان په اړه رسماً شکایت کړی او دا هېواد یې د ترهګرو په ملاتړ او افغانستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ په رامنځته کولو تورن کړی.

خو د نړیوالو چارو یو شمېر څېړونکي وایي، کومه پالېسي چې افغان حکومت د پاکستان په وړاندې جوړه کړې پاکستان په سیمه کې له سياسي انزوا سره مخ شوی.

داود راوش وایي، دا کار د پاکستان په وړاندې د افغانستان مناسبه پالېسي په ګوته کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان دولت کومه جامع او معقوله طرحه چې درلوده پاکستان‌یې له سیاسي فشارونو سره مخ کړ، که چېرې د پاکستان په وړاندې دغه سیاسي انزوا ادامه پیدا کړي دا د افغان حکومت یوه لاسته راوړنه ده، افغان حکومت په دغه کال کې لاسته راوړنې هم درلودې له هغې ډلې د چین او ایران په ګډون له ځینو هېوادونو سره‌یې ښې اړیکې جوړې کړي."

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د امریکا د کانګرس ځینو غړو یوه لایحه ترتیب کړې او که چېرې دغه لایحه د کانګرس له لوري تصویب شي پاکستان به په نړیواله کچه له ترورېستانو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه وپېژندل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۵ لمریز کال په اوږدو کې یو شمېر ستونزې مني، خو وایي، افغان حکومت د بهرني سیاست په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

شکیب مستغني.
شکیب مستغني.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان حکومت د خپل بهرني سیاست د اهدافو تعقیب په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، دغه لاسته راوړنې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه دي، حکومت له ترورېزم سره په مبارزه کې قاطیعت لري او په دې برخه کې د هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان قانع کولو ته ادامه ورکوي."

دا په داسې داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن د امریکا د سنا د پوځي خدماتو په کمېټه کې روسیه، پاکستان او ایران له طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړي.

خو روسي چارواکو په دې وروستیو کې ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره تماسونه‌یې یوازې د سولې په اړه دي او تل‌یې د افغانستان حکومت پر شرایطو ټینګار کړی دی.

د چین ځینو چارواکو هم د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره په ۱۳۹۵ لمریز کال کې کتلي او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې یې له ځینو هڅو یادونه کړې ده.

د افغانستان حکومت اړیکې له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښې وې.

افغانستان وتوانېد چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د نړیوالې ټولنې لازم ملاتړ ترلاسه کړي او د بروکسل په ناسته کې افغانستان سره د پنځلس اعشاريه دوو میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه.

همدارنګه د افغانستان حکومت په دغه کال کې وارسا غونډه کې د نېږدې پنځلس میلیارده ډالرو د مرستو ژمنه ترلاسه کړې.

د ملي وحدت حکومت د چارواکو په وینا د خپل بهرني سیاست په اقتصادي برخه کې هڅه کړې تر څو افغانستان د سیمې په کچه په یوې ترانزیټي او تجارتي لارې بدل کړي.

د نړیوالو اړېکو برخې څېړونکی انتظار خادم په دې باور دی چې حکومت په خپل بهرني سياست کې د بریا ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې کړې دي.

خو په وینا یې هر کله چې هیلې په واقعیت بدلې شي او نتېجه ورکړي کولای شو چې ووایو حکومت په خپل بهرني سیاست کې بریالی و.

انتظار خادم.
انتظار خادم.

نوموړي زیاته کړه:

"که د افغانستان سیاسي مشرتابه هڅه کوي چې لږترلږه خپل مسؤلیت ادا کړي او هېواد په یوه امن سیمه بدل کړي او ښه خدمات وړاندې کړي، دا تر هغه وخته پوري یو ارمان دی چې عملي بڼه پیدا نه‌کړي."

ټاکل شوې وه چې حکومت د هېواد د سیاست د اساسي کرښو طرحه یوه میاشت مخکې ولسي جرګې ته ولېږي، خو د جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي ازاډي راډيو ته وویل چې تر اوسه دغه طرحه جرګې ته نه‌ده استول شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې له څه ویلو ډډه وکړه.

سره له دې چې د افغانستان حکومت په کراتو ټینګار کړی چې متوازن بهرنی سیاست لري خو د چارو یو شمېر شننونکي وایي، د حکومت په بهرني سیاست کې باید توازن وي.

ناصر شفیق له ازدي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ملي وحدت حکومت باید یوه بې‌پلوه پالېسي تعقيب کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG