د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

په ناټو غونډه کې د افغانستان په اړه پر ۴ مهمو موضوعاتو بحث وشو


په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د نن پنجشنبې ورځې «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۸» په غونډه کې د افغانستان د امنیت او سولې په شمول پر څلورو اساسي موضوعاتو خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو پوځي چارواکو او د هغو هېوادونو پوځي چارواکو چې د غوڅ ملاتړ د مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري برخه اخیستې وه.

د افغانستان په استازیتوب د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق‌شاه بهرامي په دې ناسته کې ګډون کړی و.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

تر غونډې وروسته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هغه ټکي چې بحث پرې شوی دی، داسې روښانه کړل:

"نن موږ څلور بنیادي موضوعات وڅېړل، د غوڅ ملاتړ د مأموریت د ځواکونو شمېر، د افغان ځواکونو تمویل، د اصلاحاتو او روغې جوړې په برخو کې پرمختګ او له پاکستان سره د اړیکو ادامه."

د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې له پرېکړې سره سم به تر ۳۰۰۰ پورې نور سرتېري افغانستان ته واستول شي.

په دې ډول به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۱۶۰۰ ته زیات شي.

په افغانستان کې بهرني سرتېري.
په افغانستان کې بهرني سرتېري.

د بروکسل په دې غونډه کې عربي متحده اماراتو او قطر هم ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د غوڅ ملاتړ له مأموریت سره مرسته کوي.

ینس سټولټنبرګ وویل چې د افغانانو په مشرۍ به ناټو د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

نوموړي د افغانستان د حکومت په ابتکار د کابل د پروسې هم حمایت وکړ او له پاکستان سره د تماس په برخه کې د ناټو عمومي منشي وویل چې د افغانستان له امنیت سره به په سیمه کې ثبات تأمین شي.

د ناټو عمومي منشي په ورته وخت کې د افغانستان له حکومته د اصلاحاتو د راوستو غوښتنه وکړه او په افغانستان کې یې د سیاسي اصلاحاتو، د قانون د حاکمیت او د اداري فساد پر ضد پر مبارزې ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG