د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

سټولټنبرګ: موږ په افغانستان کې پاتې کېږو


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بلجیم په مرکز بروکسل کې خبري غونډې ته نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۷» وویل چې د دوی ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي، ترڅو افغان ځواکونه وروزي چې له ترهګرو سره جګړه وکړي.

د ناټو عمومي منشي د ناټو او د هغې د شریکانو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پيل کې دا خبره هم وکړه چې طالبان نه‌دي توانېدلي چې په تېر یو کال کې کوم مهم ځای ونیسي، نو دوی پر ملکیانو بریدونه زیات کړي دي.

ینس سټولټنبرګ د افغانستان راتلونکي انتخابات مهم وبلل او ژمنه‌یې وکړه چې د انتخاباتو د امنیت په برخه کې به افغان ځواکونه وروزي چې هم د پارلماني انتخاباتو او هم تر هغه وروسته د ولسمشرۍ د انتخاباتو امنیت تأمین شي.

د افغانستان په اړه به د پنجشنبې په ورځ، یعنې سبا ډېرې خبرې وشي.

د افغانستان په استازیتوب د ملي دفاع وزارت د سرپرست طارق‌شاه بهرامي په مشرۍ افغان پلاوی به په سبانۍ غونډه کې برخه اخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي.

په بروکسل کې د ناټو یوه چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په سبانۍ غونډه کې به د دې خبرې پر جزئیاتو بحث وشي چې ناټو غواړي ۳۰۰۰ نور سرتېرې افغانستان ته ولېږي.

د ناټو دغه مقام چې ازادي راډيو ته دا خبره وکړه دا هم وویل چې دغه شمېره د تغییر په حال کې ده، په سبانۍ غونډه کې به معلومه شي چې څومره پوځیان کوم هېواد لېږي او د څومره عسکرو د لېږلو ژمنه کوي.

د ناټو منشي ینس سټولټنبرګ د وینا پرمهال.
د ناټو منشي ینس سټولټنبرګ د وینا پرمهال.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې نن چهارشنبه تر ډېره د شمالي کوریا د اټمي ګواښ مسئله څېړل کېږي.

د ناټو عمومي منشي نن وویل چې شمالي کوریا د نړۍ لپاره یو ګواښ رامنځته کړی دی او نړیوال‌یې باید مخه ونیسي چې د ده په وینا ناټو په خپله هم د دې تهدید مخه نیولی شي.

او تمه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس نن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې تر څنګ د غونډې له برخه‌والو سره په منځني ختیځ کې د داعش پر ضد د ائتلافي ځواکونو پر مبارزې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG