د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

ناټو کې د امريکا سفيره: پاکستان دې د افغانستان په ثبات کې ګټور رول ولوبوي


په ناټو کې د امريکا سفيرې ويلي، له پاکستانه غواړي چې د افغانستان په ثبات کې او د ترورېستي ډلو په وړاندې په مبارزه کې ګټور رول ولوبوي.

مېرمن کې بیلي هاچیسون "Kay Bailey Hutchison" پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۶» په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د غونډې په درشل کې څرګندونې وکړې.

په پام کې ده، د ناټو دفاع وزيران نن چهارشنبه او سبا پنجشنبه د ناټو په مقر کې د نورو مسايلو تر څنګ د افغانستان او سيمې پر وضعيت خبرې وکړي.

په ناټو کې د امريکا سفيره کې بیلي هاچیسون
په ناټو کې د امريکا سفيره کې بیلي هاچیسون

په ناټو کې د امريکا سفيرې مېرمن کې بیلي هاچیسون وويل:

"د ستراتېژۍ په منطقوي کولو کې پاکستان هم شاملېږي او له دغه هېواده غواړي چې د ترورېستي شبکو په وړاندې په مبارزه کې نور هم مرستندوى وي. غواړو وګورو چې پاکستان د ترورېستي شبکو له ملاتړه په لاس اخیستلو سره د افغانستان له ثبات سره د همکارۍ لپاره مثبته هڅه خپلوي. هندوستان به په دې برخه کې يو مهم شريک وي. هند په پام کې لري چې په مالي، د اساسي پروژو او روزنې په برخو کې نورې همکارۍ هم وکړي. هندوستان د امريکا او افغانستان ستر شريک دى."

په ناټو کې د امريکا سفيرې وويل، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ له مخې افغان پوځ ته دا وړتيا ورکول کېږي چې په خپله د سخت دريځو ډلو په وړاندې مبارزه وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په اګسټ مياشت کې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال ښاغلي ټرمپ وويل:

"موږ پاکستان ته په میلیاردونو ډالر ورکړل، خو په دغه مهال پاکستان د هغو ترهګرو پټن‌ځای و چې موږ ورسره جګړه کوله."

ښاغلي ټرمپ له هندوستانه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په مسئله کې پراخ رول ولوبوي.

د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:45 0:00

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم پرون په بروکسل کې په يوه خبري کنفرانس کې د پاکستان په ګډون د سيمې له هېوادونو غوښتنه وکړه، د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

نوموړي وویل:

"موږ له بېلابېلو لارو له پاکستان سره منظم تماسونه او ديالوګ لرو. په ناټو کې د نړيوالو پوځي کارکوونکو مسؤل په وروستيو کې پاکستان ته سفر وکړ. په افغانستان کې زموږ قوماندان په منظم ډول له خپلو پاکستاني سيالانو سره ګوري، ځکه موږ بايد هغه لويه ستونزه چې له مخې يې طالبان او سخت دريځي وسله‎وال په پاکستان کې له خپلو پټن‎ځايونو بهر فعاليت کوي، حل کړو. موږ دا مسئله په وار- وار مطرح کړې ده. دا ډېره مهمه ده چې په سيمه کې ټول هېوادونه د افغان حکومت د هڅې ملاتړ وکړي او دا چې بيا هېڅ يو هېواد هم تروريستانو ته کوم خوندي مرکز برابر نه کړي."

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وويل، تر هغو چې ټول هېوادونه د وسله‎والو طالبانو او نورو تروريستانو په وړاندې ګډه مبارزه ونه کړي، دا جګړه ګټوره نه تمامېږي.

ينس سټولټنبرګ وويل، د ناټو پوځي تړون او نور متحدان به د افغان پوځ ملاتړ ته ادامه ورکړي او خپل ملاتړ به لا پياوړى کوي.

د افغانستان د ثبات په مسئله کې د پاکستان پر صادقانه همکارۍ او د هند پر مثبت نقش په داسې حال کې ټينګار کېږي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د دوشنبې په ورځ وويل، له امريکا سره له روانو مذاکرو داسې ښکاري چې د دواړو لوريو ترمنځ د نظر بشپړ توافق نه‎شته.

خواجه اصف د امريکا او پاکستان د دوه اړخيز ډيالوګ د غونډې په څنډه کې ويلي وو، امريکا ډاډ ورکړى چې په افغانستان کې د هندوستان نقش يوازې پر اقتصادي همکارۍ محدود دى.

XS
SM
MD
LG