د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د غوڅ ملاتړ مأموریت د کندز د چهاردرې په عملیاتو کې ملکي تلفات رد کړل


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، په کندز ولایت کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه شواهد نه‌دي موندل شوي.

دغه مأموریت هغه ادعاوې ردوي چې ګوندې په چهاردرې ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.

دوی په یوه بیان کې ویلي، د امریکا پوځ په دې اړه څېړنې کړي او د څېړنو په پایلو کې جوته شوې چې ملکي وګړي له یادو عملیاتو خوندي دي.

خو د کندز د ولایتي شورا غړي صفي‌الله امیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له سیمې په اخیستل شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې په دغې جګړه او هوايي بمبارۍ کې ۱۶ ملکیان وژل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا غړی صفي الله امیري
د کندز د ولایتي شورا غړی صفي الله امیري

ښاغلی امیري وایي:

"نږدې ۲۰ وېډیوګانې راغلي چې د کورونو دي او مړي هم په‌کې ښکاري، اسناد یې هم لرم، زموږ معلومات دا دي چې په دغې بمبارۍ کې ۱۶ ملکیان وژل شوي دي."

د تېرې پنجنشنبې په ورځ ګډو ځواکونو چې د غوڅ ملاتړ مأموریت هوايي ملاتړ هم ورسره و، د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند په عیسی‌خېلو او ځینو نورو سیمو کې عملیات وکړل.

د کندز د والي ویاند نعمت‌الله تیموري ازادي راډیو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې ۶۰ وسله‌وال طالبان ووژل شول.

ښاغلی تیموري وايي، په یادو عملیاتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.

ښاغلي تیموري وویل:

"دا مشخصه نه‌ده چې طیارې بم غورځولی، هاوان و او که راکټ و، خو له بده مرغه د دوو خواوو د جګړې په ترڅ کې، یو ملکي کس وژل شوی او ۵ نور ټپيان دي."

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دغو دواړو ادعاوو په اړه څېړنې کوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، حقیقت موندونکي پلاوي په سیمه کې خپلې څېړنې پيل کړې دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلی وزیري وایي:

"زموږ پلاوی چې روغتون ته تللی، یو وژل شوی او ۵ تنه ټپيان‌یې لیدلي دي، پلاوی پلټنې کوي چې دا کسان په رښتیا ملکي کسان دي، بې‌ګناه دي، پلاوی حقیقت معلوموي."

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې افغان حکومت او نړیوال ځواکونه هڅه کوي چې په جګړو او هوايي حملو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت په بیان کې یادونه شوې چې ناټو د ملکي تلفاتو مسئلې ته په ډېره جدي سترګه ګوري، په بیان کې دا هم راغلي چې د کندز ولایت هېڅ یوه روغتون یا کلینیک دا نه‌ده تائیده کړې چې د جګړې د ټپيانو علاج‌یې کړی وي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG