د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

په کندز کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د لوېدیځو ورځپاڼو مطالب


ارشیف
ارشیف

په کندز کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله هغه موضوع ده چې لوېدیځو رسنیو په خپلو وروستیو ګڼو کې ګڼ مطالب پرې خپاره کړي دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې کندز هم د افغان ځواکونو او هم د امریکايي پوځيانو لپاره د جګړې کړکېچن ډګر دی.

ورځپاڼه د امریکا د پوځ اعلان ته چې وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې د وسله‌والو مخالفینو پر سنګرونو نږدې ۹۰۰ بمونه او توغندي غورځولي دي اشاره کوي او لیکي:

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته د امریکا پوځ په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد هوايي حملې له دوه چندو څخه هم زیاتې کړې دي.

نیویارک ټایمز د کندز د هوايي حملې په اړه د چهاردرې ولسوالۍ د اوسېدونکو خبرې رااخیستې دي چې وايي، د دوی په سیمه کې له څو ورځو راهیسې د وسله‌والو او افغان کومانډو ترمنځ جګړه روانه وه او د طالبانو پر سنګرونو څو ځلې بمباري وشوه.

ورځپاڼې د خیاط عبدالقیوم وینا را اخیستې چې وايي، د شپې له‌خوا زموږ پر سیمه څو ځلې هوايي حملې وشوې.

عبدالقیوم چې په دې حمله کې یې د کورنۍ درې غړي وژل شوي دي وايي، سهار مهال کلیوال دباندې ووتل څو وویني چې څه پېښ شوي، خو دی ونه‌ووت، مګر وروسته‌یې خلک ولیدل چې مړي یې انتقالول.

  • ګارډین

د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼه هم د دې پېښې په اړه یو مطلب لري او لیکي چې د وسله‌والو پر سنګرونو د بمباریو زیاتېدل له یوې خوا د پوځي قوماندانانو د هغو صلاحیتونو یوه برخه ده چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له مخې د هوايي عملیاتو لپاره زیات شوي او له بلې‌خوا د افغانستان په جګړه کې د امریکا د احتمالي مستقیم دخالت څرګندونه کوي.

ورځپاڼه د کندز د یوه امنیتي چارواکي له قوله لیکي چې وايي، بمباري هغه مهال وشوه چې طالبانو عام خلک د خپلو مړو انتقال ته مجبور کړل.

دې چارواکي د خپل نوم د نه‌ښودلو په شرط ګارډین ته ویلي چې دا طالبان یوه شپه مخکې په عملیاتو کې په نښه شوي وو.

د چهاردرې ولسوالۍ د ملکي تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي.

ګارډین ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله د تلفاتو شمېره یوځای ۵۵ او بل ځای ۴۰ ښودلی او نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو په حواله ۱۳ ښودلی، خو د کندز د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل چې په دې بمبارۍ کې یو ملکي وګړی وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG