د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

د ناټو غوڅ ملاتړ: د کندز چهاردره کې د ملکیانو د وژنې ادعا څېړل کېږي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ په کندز ولایت کې د نومبر په څلورمه د هوايي حملې خبره تائید کړه، خو ویلي يې دي چې د ملکیانو د وژنې د ادعاوو په اړه څېړنه کوي.

د غوڅ ملاتړ ویاند تورن ټام ګریسبک پرون په یوه بیان کې ویلي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت د ملکیانو د مرګ ژوبلې د ټولو ادعاوو په اړه جدي پلټنې کوي او د اوسنۍ پېښې د لا زیاتې روښانتیا لپاره هم څېړنه پيل شوې ده.

د غوڅ ملاتړ په دې بیان کې راغلي چې د یادې پېښې په تړاو به زیات معلومات په مناسب ډول شریک کړي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت هم ویلي چې پوځي قوماندانانو ته‌یې دنده ورکړې څو د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د راپورونو څېړنه وکړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۴» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دفاع وزارت د چهاردرې ولسوالۍ د پېښې په اړه چې ویل کېږي ملکیان وژل شوي د یوه پلاوي د ټاکلو امر کړی څو څېړنې وکړي."

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

جنرال دولت وزیري مخکې ویلي و چې دفاع وزارت د کندز په چهاردره کې د ملکیانو مرګ ژوبله نه‎ده تائید کړې.

افغان چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ په چهاردرې ولسوالۍ کې په هوايي حملو کې وسله‎والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کندز د والي ویاند نعمت‌الله تیموري ازادي راډیو ته وویل چې په چهاردرې ولسوالۍ کې له څلورو ورځو راهیسې پوځي عملیات پیل شوي چې په‎کې د وسله‎والو طالبانو د ځینو قوماندانانو په شمول ۳۰ تنه وسله‎وال وژل شوي دي.

تیموري دا هم وویل چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حمله کې هغه وخت یو ملکي ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول چې دا خلک د وسله‎والو طالبانو د مړو د انتقال لپاره سیمې ته ورغلي وو.

تیموري: په چهاردرې ولسوالۍ کې له څلورو ورځو راهیسې پوځي عملیات پیل شوي.
تیموري: په چهاردرې ولسوالۍ کې له څلورو ورځو راهیسې پوځي عملیات پیل شوي.

د کندز د ولایتي شورا غړی خوش محمد نصرت د جمعې ورځې په هوايي حمله کې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۱۴ تنه یادوي، خو د ولایتي شورا بل غړی سیف‌الله امیري بیا وژل شوي کسان ۲۲ تنه وايي.

د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي حملې د روان میلادي کال په ۹ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۵۲ په سلو کې زیاتې شوې دي.

روېټرز خبري اژانس د افغان مقاماتو له قوله راپور ورکړی چې پر طالبانو او نورو وسله‎والو ډلو د افغان او امریکايي پوځیانو د هوايي حملو تر زیاتېدو وروسته دا ډلې ښارونو او هستوګن سیمو ته تللي او حملې یې زیاتې کړې دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG