د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۳

د کندز په چهاردره کې د افغان ځواکونو پر کاروان انتحاري حمله شوې

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې نن سې شنبې ۱۱ بجې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو پر پوځي کاروان ځانوژونکي برید شوی چې له کبله یې ۵ تنه افغان ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنې قوماندانۍ د امنیت امر صفرمحمد اکبري له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې د افغان ګډ ځواکونه د چهاردرې ولسوالۍ د قریه یتیم سیمه ته د ځانکړي عملیات د ترسره کولو په هدف تللي وو چې د لارې په اوږدو کې پر پوځیانو ځانوژونکي بريد شوی چې په پایله کې د افغان ځواکونو یو تن سرتېری وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې ځانوژونکي کس دغه بريد یې د موټر بمب په وسیله ترسره کړی دی.

بل‎خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفانو ویاند معرفي کوي وايي چې ځانوژونکي دغه برید یې د کرولا موټر بمب په وسیله ترسره کړی چې له کبله یې ګڼ شمېر افغان ځواکونو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG