د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

ناټو، افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت او د پوځیانو د ورلېږلو په اړه بحث کوي


د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو دفاع وزیران او د دوی شریکان نن په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د مأموریت په اړه خبرې کوي.

دوی به افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو مسئله هم وڅېړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو موضوع د پنجشنبې غونډې د بحث یوه اساسي مسئله ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:

"بې‌ثباته امنیتي حالت دی، خو افغان ځواکونه د پیاوړي کېدو په حال کې دي. دوی طالبان نه‌دي پرېښي چې خپلو ستراتېژيکو هدفونو ته ورسېږي. د امریکا متحده ایالات د اوس لپاره افغانستان ته نور پوځیان استوي او نور ډېر متحدان او شریکان هم د زیاتو ژمنو د سپارلو په تکل کې دي."

ناټو غواړي چې د بهرنیو پوځیانو شمېر په افغانستان کې له ۱۳ زرو، ۱۶ زرو ته لوړ کړي.

دا ځواکونه به د غوڅ ملاتړ مأموریت مخته وړي.

د غوڅ ملاتړ د مأموریت اصلي هدف چې د ۲۰۱۵ کال د جنوري په میاشت کې پيل شو د افغان ځواکونو روزنه، هغوی ته سلا مشوره ورکونه او مرسته کول دي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم په نننۍ غونډه کې برخه اخلي.

ناټو به د بهرنیو پوځیانو شمېر په افغانستان کې له ۱۳ زرو، ۱۶ زرو ته لوړ کړي.

د افغانستان د پلاوي مشري به په دې غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ډګر جنرال طارق‌شاه بهرامي وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې ویلي و چې ناټو بیا-بیا په افغانستان کې د سیاسي اصلاحاتو او د دموکراتیکو بنسټونو د پياوړي کېدو مسئلې ته اهمیت ورکړی دی او پرته له څه شکه چې انتخابات په هره دموکراته ټولنه کې مهم دي، نو د همدې لپاره به ناټو له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې دوی دا توان پیدا کړي چې د انتخاباتو امنیت تأمین کړي.

د افغانستان ملي اردو
د افغانستان ملي اردو

نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال ۱۸» په بروکسل کې د افغانستان په اړه په داسې حال کې خبرې کېږي چې طالبانو او داعش په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.

خو د ینس سټولټنبرګ پیغام طالبانو ته پرون روښانه و، ده وویل چې ناټو به د افغانستان تر څنګ پاتې شي، افغان ځواکونه به د طالبانو او ترهګرو ډلو پر ضد وروزي او په پښو ودروي.

XS
SM
MD
LG