د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۴ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۳۲

حاجي اغا: د ازبکستان "ازمیت کامدینات" فابریکې سره د افغان سوداګرو پیسې پاتې


د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، پر افغان سوداګرو د ازبکستان د "ازمیت کامدینات" د سیخ ګول تولیدونکي فابریکې د سیخ بندول لامل شوي چې له دې فابریکې سره د افغان سوداګرو نېږدې ۱۵۰ لکه ډالرو بند پاتې شي.

د دې بورډ رئیس رحم الدین حاجي اغا نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل، په داسې حال چې یادې فابریکې له افغان سوداګرو ۱۵۰ لکه ډالر پیشکي هم اخېستي، خو نېږدې شپږ میاشتې کېږي چې نه سیخ ورکوي او نه هم خپلې پیسې.

د ښاغلي حاجي اغا د معلوماتو په اساس یادې فابریکې پر افغان سوداګرو له تېرو شلو کلونو راپه دیخوا د اړتیا وړ سیخ خرڅاوه.

نوموړي له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې له ډیپلوماټیکو لارو نه په ګټې اخېستنې له ازبکستاني دولت سره خبرې وکړي، څو یاده ستونزه حل شي ځکه د حاجي اغا پر وینا دې کار افغان سوداګر له ستر اقتصادي زیان او سلګونه افغانان د بې کارې له ستونزې سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG