د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره د هوکړو پر عملي کېدو غږېدلی


ارشیف
ارشیف

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس، د بهرنیو چارو له وزیر او نورو افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تر سره شویو توافق‎نامو په عملي کېدو خبرې اترې کړې دي.

د افغانسان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ له صلاح‌الدین رباني سره د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر له لیدو کاتو وروسته د دغه سفر د هدف په اړه رسنیو ته وویل:

"کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر هدف د تفاهم د یادښتونو او موافقه لیکونو تطبیق او عملي کول دي چې تاشکند ته د ولسمشر محمد اشرف غني په وروستي سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شول. په تېره بیا د مزار شریف او هرات ترمنځ د رېل پټلۍ او په همدې ډول د ازبکستان د سرخان څخه د افغانستان تر پلخمري پورې د زرو مېګا واټو په اندازه د برېښنا د لاین غځول شامل دي."

د افغانسان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانسان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د قوس د میاشتې په ۱۳مه نېټه ازبکستان ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې له ۲۰ ډېر د همکاریو قراردادونه لاسلیک کړل.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دا قراردادونه په اقتصادي، سوداګري، ټرانزیت، امنیتي، فرهنګي، تحصیلي، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې تر سره شوي دي.

هغه مهال د دواړو هېوادونو مشرانو دا توافق‎نامې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د پیاوړو اړیکو لپاره مهمې بللې وې.

له دې سره افغان اقتصادي کارپوهان په اوسنیو شرایطو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو په تېره بیا له ازبکستان سره دوه اړخیزې اړیکې مهمې بولي.

له ډلې یې داود نیازی وايي، افغانستان باید له دغو فرصتونو څخه ښه استفاده وکړي.

ارشیف
ارشیف

دی وايي:

"تر هغې چې موږ وکولای شو خپلې اړتیاوې خپله پوره کړو، د افغانستان لپاره ښه فرصت دی چې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې وپالو چې هم‌یې له تولیداتو او انرژۍ استفاده کولای شو او هم مو له نړۍ سره وصلوي."

ښاغلی نیازی وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونه هم افغانستان ته د خپلو مالونو د یوه ښه صادرونکي هېواد په توګه اهمیت ورکوي او د دوه اړخیزو اړیکو له لارې غواړي دلته ښه بازار پیدا کړي.

له دې سره افغان حکومت له ازبکستان سره د ښو اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو دا فصل د هغو ژمنو نتیجه بولي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په خاطر شوي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG