د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیفخانو عمومي رئیس وايي، په اعدام محکوم شوي کسان لا هم د بند نامعلومه موده تېروي.
عبدالعلیم کوهستاني دا خبرې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وکړې.
ده په دې اړه وویل:
"دا مهال شااوخوا ۷۵۰ په اعدام محکوم شوي زندانیان په بند کې شپې ورځې تېروي. دوی په اعدام محکوم دي، ۱۶ کالهیې په بند کې تېر کړي. دا یوه جنجالي موضوع ده او اکثره بندیان شکایت کوي چې پر دوی دوه سزا پلي کېږي، یو په اعدام محکوم دي او له بلېخوا هر یو ۱۶ کاله بند تېر کړی دی."
تر دې وړاندې د افغانستان د عدلیې وزیر ویلي چې د هېواد په جزايي کوډ کې اعدامونه محدود شوي او په بدل کې یې ابدي حبس زیات شوی دی.
د جزا کوډ د روان کال د ثور په ۲۵مه په ۱۱۸ فصلونو او ۹۴۰ مادو کې ترتیب او ملي شورا ته د تصویب لپاره لېږل شوی، خو تر اوسه ولسي جرګې نهدی تصویب کړی.
تر دې مخکې په افغانستان کې د یو شمېر کسانو د اعدام په اړه د بشري حقونو سازمانونو غبرګونونه ښودلي دي.
د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د لویې څارنوالۍ مرستیال عبد الفـتاح عزيزي بیا وویل چې د نویو فرمانونو پر اساس په ځينو مواردو کې د اعدام پر ځای د عمري بند موده په پام کې نیول شوې ده.
دی وايي:
"د اعدام په قضیو د درېیو محکمو لهخوا پرېکړه کېږي او وروسته د قانون پر اساس جمهوري ریاست ته استول کېږي، له هغې سره بیا هم تاسې شاهدان یاست چې پهدې وروستیو کې د محکمې حکم تطبیق شوی او په ځینو مواردو کې د اعدام سزا په دوامداره حبس بدله شوې ده."
که څه هم په افغانستان کې په اعدام د محکومو کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نهشته، خو شااوخوا یو کال وړاندې د مشرانو جرګې رئیس ویلي و چې له ۵۰۰ زیات کسان په اعدام محکوم دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي بیا د بندیانو له ناوړه وضعیت او په بند کې په اعدام د محکوم شویو کسانو د پاتې کېدو له امله اندېښنه ښیي او وایي چې دې ستونزې ته باید رسیدګي وشي.
راپور: ناجیه ساپۍ