د ولسي جرګې یو شمېر غړي په زندانونو کې له افغان بندیانو سره د ناسم چلند په اړه انتقاد کوي.
دوی وايي چې په بېلابېلو جرمونو تورن زندانیان له یو شمېر نورو زندانونو څخه د بګرام او پلچرخي زندانونو ته انتقال شوي، یاد زندانونه ډک شوي او بندیان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د دغې جرګې غړي عبیدالله بارکزي د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې تر اوسه د اړوندو امنیتي کارکوونکو لهخوا د بندیانو د وهلو له امله څلور کسان وژل شوي دي.
نوموړی وايي:
"له دواړو زندانونو بګرام او پلچرخي څخه موږ ته شکایتونه رارسېدلي، څلور زندانیان د امنیت لهخوا په وهلو کې وژل شوي دي، زندانیان هم انسانان دي حق لري او قانون چاته اجازه نهورکوي چې بندي دې په وهلو ووژني."
که څه هم افغان چارواکي د افغانستان په ځانګړي توګه د بګرام او پلچرخي په زندانونو کې د بندیانو د شمېر په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي، خو ویل کېږي چې د افغانستان په ټولو زندانونو کې شااوخوا ۳۰ زره بندیان ساتل کېږي چې زیاترهیې وسلهوال طالبان دي.
د ولسي جرګې بل غړی الله ګل مجاهد وايي، په زندانونو کې داسې بندیان هم ساتل کېږي چې د بند مودهیې بشپړه شوې، خو د ولسمشر له فرمان پرته نهشي ازادېدای.
ښاغلي مجاهد وویل:
"هر بندي یا مجرم چې محکمې یې په اړه فیصله کړې او د بند مودهیې هم تېره کړي وي د ولسمشر له فرمان پرته نهازادېږي، نو بیا د درې ګونو محکمو پرېکړه څه معنی لري."
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وکیلانو دغه ادعاوې ردوي.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل، حکومت په زندانونو کې د ټولو بشري حقونو تضمین ته ژمن دی.
دانش زیاته کړه:
"د افغانستان په زندانونو په ځانګړي توګه په مرکزي زندان کې هېڅ ډول شکنجه نهشته، زموږ د ټولو زندانونو دروازې د بشري حقونو د څارونکو پر مخ خلاصې دي، په هره لحظه او هر وخت کې کولای شي چې څارنه وکړي، هغه څه چې په دې اړه ویل شوي له وخت مخکې خبره ده، موږ په زندانونو کې د ټولو بشري حقونو تضیمن ته ژمن یو."
د پلچرخي زندان رئیس عبدالتواب احمدزی وايي، له درېیو هغه ولایتونو نه چې امنیتي ګواښونه پهکې زیات و، بندیان مرکزي زندان ته انتقال شوي دي.
د ولسي جرګې غړي وايي، د پلچرخي او بګرام د بندیانو د ستونزو د څېړنې او هواري په هدف دې یو پلاوی یادو زندانونو ته واستول شي.
د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو د څارونکو تر څنګ د ولسي جرګې له غړو هم غواړي چې زندانو ته ورشي او د بندیانو حالت له نېږدې وګوري.
راپور: رحمتالله افغان