د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د څرخي پله د تحصن کوونکو بندیانو ستونزه به د ورځې تر پایه حل شي.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، یو پلاوی یې ګمارلی چې د څرخي پله د محبس له هغو زندانیانو سره له نېږدې وویني چې تحصنيې کړی دی.
نوموړی وايي:
"قضیهیې د کورنیو چارو وزارت ته رسېدلې، دغه وزارت یو پلاوی ګمارلی او ټاکل شوې چې د لویې څارنوالۍ استازي هم ورشي او دغه ستونزه چې بندیانو مطرح کړې، رسیدهګي ورته وشي. دوی ځینې موضوعګانې مطرح کړي چې باید له نېږدې ورسره خبرې وشي. هیله ده نن ماسپښین دغه موضوع حل شي."
د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو له خولې لیکلي چې د کابل د څرخي پله محبس کې شااوخوا سلو بندیانو له څلورو ورځو راهیسې پر حکومت د اعتراض په توګه شونډې ګنډلې دي.
په دې اړه خبرونه دا هم وايي چې دغو بندیانو د جمهور رئیس پر هغه فرمان اعتراض کړی چې له مخې د څرخي پله زندانیان، د بند د پاتې مودې د بشپړولو لپاره د نورو ولایتونو زندانونو ته نهشي تبدیلېدی.
د افغانستان مشرانو جرګې د دغه محبس پر قضیې اندېښنه ښودلې او د ستونزې د حللپارهیې قانوني حل لاره غوښتې ده.
د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې ځینو غړو هم یادې پېښې ته اشاره وکړه او تمهیې وښوده چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل شي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د جرګې عدلي او قضايي کمېسیون ته دنده وسپارله چې موضوع وڅېړي.
نوموړی وايي:
"د څرخي پله زندان کې د مخدره موادو د بندیانو تحصن د اندېښنې وړ دی، له عدلي او قضايي کمېسیونه هیله ده چې د یوه پلاوي په ذریعه د دغه محبس وضعیت له نېږدې وویني او ستونزهیې واوري، څو دغه ستونزه رفع شي."
د کابل د څرخي پله زندان کې د بندیانو دغه اعتراضیه خوځښت لومړی نهدی بلکې تېرو کلونو کې هم څو ځلې د بندیانو لهخوا دا ډول اعتراضیه حرکتونه شوي دي.
د کابل د څرخي پله زندان د افغانستان له لویو زندانونو څخه دی چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د بېلابېلو جرمونو په تړاو شااوخوا اووه زره زندانیان پهکې د بند موده تېروي.
راپور: خان محمد سیند