د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د بخښنې نړیوال سازمان: اوباما دې د ګوانتانامو د تړلو ژمنه پوره کړي


د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر باراک اوباما غوښتي چې د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه پوره کړي.

یاد سازمان د امریکا برخې په یوه سراسري کمپاین کې پر ولسمشر غږ کړی چې باید دا زندان وتړي که نه منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ به د دوی په خبره لسګونه نور کسان دې زندان ته واچوي.

په امریکا کې د دغه سازمان مشرې مارګرېټ هوانګ په یوه سرخلاصي لیک کې د یو اعشاریه دوه میلیونه کسانو په استازیتوب ولسمشر اوباما ته لیکلي چې:

"له تاسو غواړم خپل ټول توان د ګوانتانامو زندان د تړلو لپاره وکاروئ، موږ اندېښنه لرو که په دې کار بریالي نه‌شئ منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ به لسګونه او یا هم سلګونه نور خلک دې زندان ته راولي او په ناقانونه توګه به په کلونو په بند کې پراته وي."

اغلي هوانګ د ګوانتانامو زندان د تړلو لپاره د ولسمشر اوباما تر دې دمه هڅې ستایلي خو ویلي یې دي چې تاریخ به په دې حساسو شېبو کې د ګوانتانامو د تړلو یا نه‌تړلو په خاطر د ولسمشر اوباما د جمهوري ریاست په اړه قضاوت وکړي.​

د بخښنې نړیوال سازمان متحده ایالاتو څانګې ویلي د جنورۍ په یوولسمه به چې د ګوانتانامو زندان د پرانیستې له پنځلسمې کلیزې سره برابره ده د سترې محکمې په وړاندې لاریون هم وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان برخې مشره حوریه مصدق وايي، ګوانتانامو باید وتړل شي او له محاکمې او د جرم له ثابتېدو پرته د بندیانو ساتل په‌کې ناقانونه کار دی.

مصدق:دا زموږ لپاره د ډېرې اندېښنې وړ ده.
مصدق:دا زموږ لپاره د ډېرې اندېښنې وړ ده.

حوریه مصدق د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"د ټرمپ بیانات داسې څرګندوي چې متأسفانه دی غواړي چې دا زندان همدارنګه خوشې پاتې شي او نور بندیان هم ورته راولي، دا زموږ لپاره د ډېرې اندېښنې وړ ده، اوس چې د ښاغلي اوباما اخري وخت دی او د ولسمشرۍ دوره‌یې پای ته رسېږي، زموږ غوښتنه همدا ده ترې چې دا زندان وتړي، زندانیان یا خوشې کړي یا یې محاکمه کړي د دوی جرم باید ثابت شي، که جرم‌یې ثابت نه‌شي هغه کسان چې له محاکمې پرته په زندان کې ساتل کېږي دا یو غیر قانوني عمل دی."

د ګوانتانامو زندان د بشپړ تړلو دا غوښتنه داسې وخت مطرح کېږي چې د جنورۍ په پنځمه څلور یمني بندیان له دې زندانه سعودي عربستان ته انتقال شول.

له دې سره په ګوانتانامو کې د پاتې زندانیانو شمېر ۵۵ ته راښکته شوی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي مخکې تر دې چې ولسمشر اوباما د جنورۍ په شلمه دفتر ډونالډ ټرمپ ته پرېږدي ۱۷ تر ۱۹ نور بندیان به هم انتقال شي خو دا یې نه‌دي ویلي چې دا زندان به وتړل شي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د ګوانتانامو له زندانه د بندیانو د انتقال د درېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا زندان باید پرانیستی پاتې وي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG