د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۸

چارواکي: له ګوانتانامو به ۴ زندانیان سعودي ته انتقال شي


د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر باراک اوباما په اداره کې ځیني چارواکي وايي، هغوی به له ګوانتانامو زندان نه څلور بندیان سعودي عربستان ته انتقال کړي او دا کار د یاد پوځي زندان د بندیانو د شمېر د کموالي په لور یو ګام دی.

سپینې ماڼۍ د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تمې برعکس چې ویلي یې دي ګوانتانامو به پرانیستی پاتې کړي له دغه زندان نه د بندیانو د انتقال مسئله مطرح کړې ده.

چارواکي وايي، مخکې له دې چې ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه رسماً خپل کار پیل کړي ۱۹ بندیان به له دې زندانه نورو هېوادونو ته ولیږدوي.

په ګوانتانامو کې د دغو ۱۹ بندیانو په کمېدو سره به د ټولو بندیانو شمېر شاوخوا ۴۰ ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې منتخب ولسمشر ویلي دا زندان به پرانیستی پاتې وي او په ځینو بدو کسانو سره به یې ډکوي.

XS
SM
MD
LG