د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۷

فرزان: د حزب اسلامي له تضمین وروسته به لومړۍ ډله زندانیان خوشي شي


د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړه لیک د پلي کېدو ګډه کمېټه وايي د حزب اسلامي له تضمین وروسته به لومړۍ ډله زندانیان خوشي شي.

که څه هم حزب اسلامي د حکومت او د دغه حزب ترمنځ د سولې د شوي تفاهم لیک له ورو پلي کېدو شکایت کوي، خو د یادې هوکړې د پلي کېدو ګډه کمېټه وايي چې ډېر ژر به د حزب اسلامي لومړۍ ډله زندانیان خوشې شي.

د دغه کمېټې ویاند احمد فرزان وايي، حزب اسلامي باید د خوشې کېدونکو زندانیانو په اړه داسې تضمین حکومت ته ورکړي چې یاد زندانیان بیا ورنکارو فعالیتونو ته مخه نه کوي.

ښاغلي فرزان د شنبې په ورځ له ازاد راډیو سره په خبرو کې وویل چې له حزب اسلامي سره د شوې هوکړې عملي کېدل حتمي دي خو وخت به ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د ۶۰ کسه زندانیانو لومړنۍ لېست چمتو کړی هغه مو له تضمین خطونو سره د حزب اسلامي دفتر ته استولی کله چې دغه تضمین خطونه چمتو شول او موږ ته یې وسپارل نو ان شاءالله ډېر ژر به موږ د زندانیانو د لومړۍ برخې د خوشې کېدو شاهدان اوسو."

د ښاغلي فرزان په خبره د حزب اسلامي هغه زندانیان چې حق العبدي جرمونه یې کړي دي د ازادېدونکو زندانیانو په لېست کې نه دي شامل.

تر دې وړاندې د پخواني جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي په ګډون ځینو مدني فعالانو له دې کبله نیوکې کړي چې ګواکې د حق العبدي مجرمینو د معافیت صلاحیت هېڅ څوک نه لري او حکومت باید په دې برخه کې جدي وي.

که څه هم د حزب اسلامي ویاندویانو له دې وړاندې ویلي وو چې ښايي د حزب اسلامي مشر ګلبدالدین حکمتیار د حوت میاشتې تر وروستیو کابل ته راشي، خو د حزب اسلامي چارواکي وايي چې د زندانیانو د نه خلاصون له کبله د ښاغلي حکمتیار راتګ ځنډېدلی دی.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې د پلي کېدو په ګډه کمېټه کې د حزب اسلامي استازی امین کریم بیا وايي، حکومت باید د حق العبدي زندانیانو پرته د حزب ټول زندانیان خوشې کړي.

ښاغلي کریم د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حزب اسلامي د خوشې کېدونکې زندانیانو تضمین کوي، خو هېڅکله یې د هغه زندانیانو د خلاصون غوښتنه نه ده کړې چې حق العبدي جرایم یې کړي دي.

امین کریم.
امین کریم.

نوموړي زیاته کړه:

"البته چې حزب اسلامي د هغه زندانیانو په اړه چې خوشې کېږي دولت ته تضمین ورکوي، خو یوه مسئله باید ډېره واضح وي چې هېڅوک د هغه زندانیانو د خوشې کېدو صلاحیت نه لري چې د حق العبدي جرمونو دعوه پرې شوې وي او حزب اسلامي هم هېڅ وخت د هغه کسانو د ازادېدو غوښتنه نه ده کړې او نه به یې وکړي چې د حق العبدي جرمونو دعوه پرې شوې وي."

ښاغلی کریم وايي، که څه هم د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې عملي کېدل وخت نیسي، خو تر دې دمه د حکومت اقدامات ډېر ټکني وو.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG