د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۷

وقاد: حکومت دې حزب‎اسلامي سره د تفاهم‎لیک موادو عملي کول ګړندي کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا او د ځینو جهادي تنظیمو استازي کابل ته د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ او له حکومت سره د حزب‎اسلامي یوځای کېدل د سولې او ثبات لپاره مهم ګڼي او له حکومته غواړي چې د دواړو لورو ترمنځ دې د شوي تفاهم‎لیک د موادو عملي کول، ګړندي کړي.

دوی دا خبرې د پنجشنبې په ورځ کابل کې د حزب‎اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار د ۱۱۸ دیني او علمي کتابونو د پیژندګلوۍ په یوه عملي سیمینار کې وکړې.

د سولې عالي شورا غړي قاضي محمدامین وقاد وویل، کابل ته به د حکمتیار راتګ د سولې په پروسه مثبت اثر وکړي.

ده هیله وښوده چې د حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د شوي تفاهم‎لیک مواد، ژر تر ژره پلي شي.

د سولې عالي شورا غړي قاضي محمدامین وقاد
د سولې عالي شورا غړي قاضي محمدامین وقاد

ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"د افغانستان د سولې پروسه ملت، دولت او نړیوالې ټولنې تقدیر کړې اجرائیه کمېټه په‎کې اسانتیاوې برابرې کړي، هغه ۹۶ بندیان چې حکومت ته په ګوته شوي هیله ده ژر تر ژره ازاد شي. دا د حکمتیار د راتګ لپاره مقدمه ده، له دولته هیله ده چې دا پروسه ژر تر ژره سرته ورسوي."

د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د تألیفاتو د پيژندګلوۍ په دغه علمي سمینار کې وویل شول چې ښاغلي حکمتیار د دغو کتابونو پر لیکلو څو لسیزې زیار ایستلی او محتوا "منځ‌پانګه"یې د افغاني ټولنې په ګټه ده.

د ښاغلي حکمتیار دغه تألیفات له دینه د دفاع، ټولنیزو مسایلو، اسلامي نهضت او د عدالت پر موضوعګانو راڅرخي.

په جوړ شوي علمي سیمینار کې د افغانستان د اقتصاد وزیر او د افغانستان د جمعیت اسلامي د ګوند د سیاسي کمېټې مشر عبدالستار مراد، حکمتیار یو پیاوړی جهادي او علمي شخصیت یاد کړ او هیله یې وښوده چې کابل ته د ده له راتګ سره، د سولې پروسه مؤثره او د امنیت او ښې حکومتوالی لاره کې یې عملي هڅې ولیدل شي.

د افغان حکومت او حزب‎اسلامي د سولې تفاهم‎لیک شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د دواړو لورو له‎خوا د یو لړ شرطونو په منلو سره لاسلیک شوه.

د حکومت له زندانونو څخه د حزب‎اسلامي د بندیانو خلاصېدل، د دغه حزب د غړو زرو کورنیو ته د یوې-یوې نومرې ځمکې ورکول، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د حکمتیار د نوم ایستل او کابل ته د حکمتیار راتګ لپاره د زمینو برابرول، د دغې تفاهم‎لیک عمده شرطونه په ګوته شوي دي.

د افغان حکومت او حزب‎اسلامي له لوري د شوي توافق‎نامې د موادو عملي کولو ته یوه کمېټه هم ګمارل شوې خو د حزب‎اسلامي د مشرتابه پلاوي ځینې غړي وايي چې حکومت د دغې تفاهم‎لیک عملي کولو ته لازمې هڅې نه‎کوي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت چارواکي وايي، حکومت د شوي تفاهم‎لیک عملي کولو ته ژمن دی.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې په دې اړه وویل:

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي

"حکومت د توافق‎نامې په اړه، پر خپلو ژمنو ولاړ دی. مختلفې کمېټې د حزب‎اسلامي له پلاوي سره په ګډه سره کار کوي. دا کار لږ وخت غواړي، پروسه روانه ده او په پلي کولو کې یې د حکومت له‎خوا هېڅ ستونزه نشته."

حزب‎اسلامي له کابو ۴۰ کلونو راهیسې د کابل د حکومتونو د مخالفینو په ډله کې شمېرل کېږې چې ډېر ځله ېې د مرکزي حکومت پر وړاندې وسله‎وال فعالیتونه هم کړي دي.

خو د سولې عالي شورا وايي، د سولې له پروسې سره د دغه حزب یوځای کېدل، د هېواد خلکو او حکومت په ګټه دي او نورو مخالفو ډلو ته به هم لاره اواره شي چې له جنګه لاسه واخلي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG