د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

حزب اسلامي: افغان حکومت د ۱۳ مهمو زندانیانو نومونه له لېسته ایستلي


ټاکل شوې وه چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د حزب‎اسلامي یو شمېر زندانیان خوشې شي خو حزب اسلامي وايي چې په وروستیو شېبو کې حکومت د ۱۳ مهمو زندانیانو نومونه له لېسته ایستلي دي.

د حزب‎اسلامي د مطبوعاتي دفتر سرپرست نادر افغان چې د دې زندانیانو د تسلیمۍ لپاره د پلچرخي زندان ته راغلی وو رسنیو ته وویل چې د بشر حقونو د مداخلې پر اساس د دې حزب د ۱۳ زندانیانو نومونه چې باید خوشې شوي وی له لېسته ایستل شوي دي.

د ده په خبره په دې اړه له حکومت سره خبرې پیل شوي دي.

نوموړی وايي:

"داسې ویل کېږي چې په دې کې د بشر د حقونو د کمېسیون رئیسې سیما ثمر مداخله کړې او ان داسې هم ویل کېږي چې د بهرنیو هېوادنو خصوصاً د امریکا استازو په‎کې مداخله کړې ده او دغه ۱۳ تنه مهم زندانیان‌يې له دې لېسته ایستلي دي چې حزب‎اسلامي او د افغانستان ملت په دې باندې ډېره ژوره خواشیني ښکاره کوي."

له حزب‎اسلامي سره د سولې د شوې توافق‌نامې پر اساس هغه زندانیان چې په حق‌العبدي جرمونو نه‌وي ککړ د افغانستان له زندانونو باید خوشې شي.

که څه هم په وروستیو کې ګلبدین حکمتیار په لغمان او ننګرهار کې د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې وکړې خو له دې وړاندې حزب‎اسلامي ویلي وو چې کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ سره سم به د دې حزب لومړۍ ډله زندانیان خوشې شي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې ویلي چې د زندانیانو په خوشې کېدو کې باید عدالت تر پښو لاندې نه‎شي.

د دې کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي ازادي راډيو ته ویلي چې باید هېڅ یوه زنداني ته د سیاسي بندي خطاب ونه‌شي ځکه پر وینا يې هېڅ‌څوک د سیاسي ګوندونو سره د تړاو په تور د افغانستان زندانونو ته نه‎دي ننوېستل شوي.

دې په ښکاره ویلي چې د حزب‎اسلامي د ټولو زندانیانو له خوشې کېدو سره مخالفت لري.

په ورته وخت کې د سولې د پروسې د دارالانشا رئیس وايي، ولسمشر د حزب‎اسلامي د ۵۵ زندانیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړی او پاتې نور ۱۳ به چې دې حزب ته لومړيتوب لري په راتلونکي کې خوشې شي.

احمد فرزان د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ۵۵ تنو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک شوی او دا عملي کېږي، دا وروستۍ ډله نه‎ده، دا يې پیل دی او د حزب‎اسلامي نور ۱۳ غړي چې حزب‎اسلامي ته لومړيتوب لري به هم خوشې شي."

د ښاغلي فرزان په خبره په یوه ورځ د ټولو زندانیانو خوشې کول له امکانه لیرې ده او د حزب‎اسلامي له لوري ګډ کمېسیون ته د ۴۸۸ زندانیانو د سپارل شوي لېست د دوسیو په اړه څېړنې روانې دي.

دی د حزب‎اسلامي دا ادعا چې له لېسته د ۱۳ زندانیانو نومونه ایستل شوي ردوي.

خو د هغه په خبره هغه زندانیان چې په جنايي او د مخدره موادو په جرمونو ککړ وي خوشې به نه‎شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG