د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

نجیب‌ دانش: د کورنیو چارو وزارت ۱۲۳ منسوبین لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د ۱۲۳ منسوبینو دوسیې چې په اداري فساد او له صلاحیتونو نه په ناوړه ګټې اخیستنې تورن دي، لویې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند د دفتر سرپرست وايي، د دغه وزارت د تفتیش ریاست، د یاد وزارت په اړوندو څانګو کې د اداري فساد او له دندو نه د ناوړه ګټې اخیستنې، ۹۹ موارد موندلي دي.

نجیب دانش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لیندۍ ۱۴» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغو مواردو کې د دوو جنرالانو په ګډون ۱۲۳کسان شامل دي چې اوس په توقیف کي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په په یادو تورنو کسانو کې دوه جنرالان او ۳۶ افسران شامل دي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"په دوی کې دوه جنرالان او ۳۶ افسران یا لوړ رتبه کسان چې رتبې یې سمونوالۍ او سمونملۍ ته رسېږي شامل دي."

ښاغلی دانش وايي، یاد شوي موارد د روان لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

د اداري فساد په وړاندې مبارزه د خلکو او نړیوالې ټولنې په وړاندې د افغان دولت له مهمو ژمنو ګڼل کېږي او دا پدیده د فقر ناامنۍ او مخدره موادو تر څنګ په هېواد کې له لویو ستونزو ګڼل کېږي.

د فساد په وړاندې د مبارزې د دولتي او غیر دولتي ټولنو او ادارو تر څنګ افغان حکومت تېر کال د فساد د سترو جرمونو په وړاندې د مبارزې عالي اداره هم رامنځته کړه.

دې مرکز تر اوسه په فساد کې د لاس لرلو په تور د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو دوسیې څېړلي چې په ترڅ کې يې د یو شمېر جنرالانو په ګډون دولتي مسؤلین هم زندان ته استول شوي دي.

د هلمند پخوانی امنیه قوماندان «سرجنګ» په درې کاله بند محکوم شو

د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی په ۱۴ کاله بند محکوم شو

د لویې څارنوالۍ یو څارنوال په علني توګه محاکمه شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د حکومت کلیدي برخه ګڼل کېږي، خو په دغه وزارت کې د فساد په اړه ګڼې ادعاوې موجودې دي.

افغان ولسمشر څه موده وړاندې په یاد وزارت کې د اداري فساد د زیاتېدو په اړه خبر ورکړی وو.

د شفافیت د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هغه ارقام چې وړاندې شوي او کومې ژمنې چې په دې برخه کې د دغه وزارت له‌خوا شوي، پر کړنو یې اعتماد نه‌شي کېدای.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

​نوموړي زیاته کړه:

"د فساد پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت دومره شفاف نه‌دی او موږ په دې برخه کې تر اوسه د دوی پر کړنو باور نه‌لرو. هیله لرو چې د نوي کورنیو چارو د وزیر په معرفي کېدو دغه وزارت وکړای شي چې د فساد پر وړاندې جدي او مشارکتي مبارزه پیل کړي."

په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت په ګډون د هر بنسټ له لوري چې دوی ته د فساد دوسیې واستول شي، په ډېر دقت او بې‌طرفۍ سره به وڅېړل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG